اروپایانو ثابته کړه چې د لګښت دورکولو وس نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84875-اروپایانو_ثابته_کړه_چې_د_لګښت_دورکولو_وس_نلری
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل اروپایی هیوادونو تراوسه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او هغوې ثابته کړه چې د لګښت د ورکولو وس یا ګروهنه نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2019 01:34 Asia/Kabul
  • دیمن خلک هم د جایزې دفاع حق لري او باید د ځان دفاع وکړي .
    دیمن خلک هم د جایزې دفاع حق لري او باید د ځان دفاع وکړي .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل اروپایی هیوادونو تراوسه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او هغوې ثابته کړه چې د لګښت د ورکولو وس یا ګروهنه نلری .

حسن روحانی په نیویارک کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل ایران په نیویارک کښې له څلور جمع یوې ډلې هیوادونو سره غونډه وکړه او ددغه ډلې غړو هیوادونو ژمنه وکړه د اټومی تړون د دوام لپاره یوشمیر تضمینونه ورکړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل دایران او داروپایی هیوادونو په خبرواترو کښې په ځینو موردونو کښې یوشمیر بریالیتوبونه لاس ته راغلل او په ځینو نورو موردونو کښې هماغه راز باید دغه موضوع تعقیب کړو چې هغه نتیجې ته ورسیږی یعنی ځینې هڅې نهایی نتیجه ورکړی .

حسن روحانی په دې خبرې سره چې امکان نشته چې اروپا وغواړی ایران په اټومی تړون کښې پاتې شی او یوازې ایران لګښت ورکړی وویل د اټومی تړون له لورو سره دایران خبرې اترې دوام مومی خو که چیرې هغوې په خپلو ژمنو عمل ونکړی په اټومی تړون کښې دایران دژمنو کمیدل دوام مومی .

دایران ولسمشر حسن روحانی دایران دملت پرضد دامریکا د زیات دباو د راوستلو سیاست ته په اشارې سره امریکا غوښتل په بایکاټ سره د ایران ملت له حکومت څخه جلا کړی خو ونه توانیدله او ولسمشر ټرمپ داسې روده غوره کړه چې هره ورځ له هغه دایران دخلکو نفرت زیاتیږی .

هغه یوځل بیا ډاګینه کړه له امریکا سره دتهران دخبرو اترو شرط دا دی چې امریکا ټول بایکاټونه ختم کړی او دزیات دباو سیاست پاې ته ورسوی او زیاته یې کړه که چیرې امریکا وارمخکې غلط شرطونه ختم کړی نو دخبرواترو امکان شته .

دایران ولسمشر حسن روحانی ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې دامریکا دولسمشر ټرمپ حکومت د ملګروملتونو د عمومی ټولنې په غونډې کښې دګډون لپاره د ویزو د ورکولو په ارتباط محدودیت لګولی دی وویل امریکا او نیویارک ته د ایران دپلاوی سفر د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډې کښې دګډون په خاطر دی او امریکا حق نلری په ملګروملتونو کښې د هیوادونو د چارواکو تګ راتګ محدود کړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی پروګرام په زمینه کښې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا دغوښتنې په هکله وویل امریکا ته  د توغندیو بحث ته مه ورګډیږی ځکه چې پوروړی کیږی اوزیاته یې کړه دسیمې په هیوادونو دامریکا د وسلو خرڅولو سیمه ناانډوله کړی ده .

هغه دسعودی عربستان د تیلو په تاسیساتو دحملې په پیښه کښې د رول د لرلو لپاره دایران پرضدد مطرح شوی ادعا په هکله وویل نن سبا په سیمه کښې یو (۱) خونړی جنګ یعنی  په یمن د تیری په نوم غلط او بې ګټې جنګ شته  او دیمن خلک هم د جایزې دفاع حق لری او باید د ځان دفاع وکړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل ټوله دنیا پوهیږی چې د یمن پوځ او ځواکونه هم لرواټنه توغندی لری او هم بې پایلوټه الوتکې او دوې په ځلونو د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتوپه ځینو سیمې بریدونه کړی دی .