د ایران د تلې د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85055-د_ایران_د_تلې_د_۱۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
ورځپاڼۍ همداراز په یوه بل ځای کی د حسینی اربعین پرضد د دښمنانو د پراخو تبلیغاتو په غبرګون کی لیکلی دی چی د غلیم ګوزار خطا لاړ ، ځکه چی سږ کال په حسینی اربعین کی د شتون ولوله له همیشه زیاته شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2019 08:37 Asia/Kabul
  • د ایران د تلې د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات

ورځپاڼۍ همداراز په یوه بل ځای کی د حسینی اربعین پرضد د دښمنانو د پراخو تبلیغاتو په غبرګون کی لیکلی دی چی د غلیم ګوزار خطا لاړ ، ځکه چی سږ کال په حسینی اربعین کی د شتون ولوله له همیشه زیاته شوی ده .

 

کیهان

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نړۍ درستو مسلمانانو ته  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د ګران لمسی حضرت امام حسن مجتبی علیه سلام د شهادت  په مناسبت تسلیت ویلی دی . یادونه کوو چی نن د یوه روایت په اساس د حضرت امام حسن مجتبی ع د شهادت غمجنه ورځ ده .

ورځپاڼۍ همداراز په یوه بل ځای کی  د حسینی اربعین پرضد د دښمنانو د پراخو تبلیغاتو په غبرګون کی لیکلی دی چی د غلیم ګوزار خطا لاړ ، ځکه چی سږ کال په حسینی اربعین کی د شتون ولوله له همیشه زیاته شوی ده .

ملګري ملتونه وایی د برما مسلمانان لاهم له تاوتریخوالی او شکنجو سره مخامخ دي . یانګ هي لي ملګرو ملتو ته د خپل رپورټ په وړاندې کولو سره ویلي چې په میانمار کښې حالات د مسلمانانو لپاره لاهم ډیر بوږنونکي دي او په دغه هیواد کښې له بنګله دیشه د ستنیدونکو کډوالو لپاره هیڅ خوندي ځاې نشته.

د ملګرو ملتو خپلواکه مفتش زیاته کړه: د میانمار حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې په راخین صوبه کښې د روهنګیا مسلمانانو خلاف د ځورونې او تشدد لړۍ ختمه کړي او په دې وجه دې کډوال له بنګله دیش څخه میانمار ته نه ورستنیږي.

د ویلو ده چې د میانمار یا برما راخین مسلمان میشته صوبه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو د حملو په ډګر بدله شوې او زرګونه بیګناه مسلمانان په کښې وژل شوې دي.

بنګله دیش او میانمار په تیرو کابو دوو کلونو کښې خپلو کورونو ته د روهنګیا مسلمانانو د ستنیدو په لړ کښې دوه موافقې لاسلیک کړې دي خو د میانمار د حکومت له خوا د مناسبو حالاتو د نه برابریدو په وجه لاهم نه دي اجرايي شوې.

د دوغارون له سرحده څه کم څلور لکه ټنه ایراني شیان افغانستان ته صادر شوې دي .

په ارامکو حملې خپل کار وکړ ، ال سعودو د انصار ا... د سولې طرحې ته شین څراغ وښوده .

نیشنل اینټرسټ لیکی چی امریکا د ایرانی توغندویو د ګواښ په وړاندی چمتو نده .

عراقیانو د ال سعودو او امریکا د فتنې خکر مات کړ ، د عراق لومړی وزیر پراخ اصلاحات رامینځته کوی .

 

جمهوری اسلامی

 

یونانیانو خپل هیواد ته د امریکا د خارجه وزیر پمپیو د سفر په اعتراض کی په پراخو مطاهرو کی د امریکا بیرغ وسوځوه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د اوکراین ګیټ د رسوایی د لارې د بدلولو هڅه کوی .

د ایران پنځه زره حسیني خادمان د پاکستاني زیارتوالو خدمت ته چمتو دي .

 

انګلستان د ایران  بانک ملت ته کابویو نیم میلیارډپوندګرَمه ورکړه . د ایران  بانک ملت ددغه هیواد په مالی برخې کې دخپلو بانکونو دفعالیتونو دمنع کیدا په دلیل پرې شکایت وکړ او په نهایت کې په ۲۰۱۳کال کې د انګلستان سترې محکمې د ایران د ملت بانک په ګټه فیصله وکړه او وې وئیل چې دغه بندیز غیر قانونی دی . چې بلاخره ئې هم د خپلو غیر قانونی اقداماتو په نتیجې کې ئې کابو یو نیم میلیارډ پونډه ګرَمه د ایران ملت بانک ته ورکړه .

د ستنیدو د حق د لاریون په ۷۷ جمعه یو فلسطینی شهید شوی او ۴۰ زخمي شول .