د فارس خلیچ او د امنیت لپاره ئې لارې چارې
له ګاونډیانو سره خبرې اترې او رغنده تعامل ،د نورو په چارو کې د ګوتو نه وهل او متقابل احترام ،د ایران په بهرنی سیاست کې درې مهم او اساسی اصول دی او په همدې چوکاټ کې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې په کلنۍ غونډې کې یونوښتی پلان مطرح کړ .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر وړاندیز کړی ،دسیمې هیوادونه په ملګرتیا او دیوه بل په چارو کې د حملې او لاسوهنې نه کولو د تړون په لاسلیک کولو سره ددرستو لپاره سوله ،امنیت ،ثبات او سوکالی ډالۍ کولی شی .
محمد جواد ظریف د انګلستان له فائیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وئیلی دی ، د هرمز سولې د نوښت په چوکاټ کې ، ایران ،عراق ، عربستان ،قطر ، کویت ،عمان ،متحده عربی امارات او بحرین د ملګروملتو د منشور د اصولو او موخو په اساس ، دیوه بل په چارو کې د لاسوهنې او حملې نه کولو تړون لاسلیک کولی شی .
د ایران خارجه وزیر تل د فارس خلیج سیمې په بیلابیلو مرحلو او حساسو پړاؤنو کې د درستو لپاره د تل پاتې سولې اوامنیت د ټینګیدا په موخې سره مختلف پلانونه وړاندیز کړی دی .
له ګاونډیانو سره خبرې اترې او رغنده تعامل ،د نورو په چارو کې د ګوتو نه وهل او متقابل احترام ، د ایران په بهرنی سیاست کې درې مهم او اساسی اصول دی او په همدې چوکاټ کې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې په کلنۍ غونډې کې یونوښتی پلان مطرح کړ .
حاکمیّت او د یوه بل مځّکنۍ بشپړتیا ته احترام ، د نړیوالو پولو خوندیوالی او د اختلافاتو سوله ایز حل ، دیوه بل په ضد په ائیتلاف کې د ګډون یا له زوره د استفادې د هر ډول ګواښ ردول او فارس خلیج سیمې د هیوادونو په سرچینو اوزیرمو په اندازې کې ګوتې نه وهلو ته ځانګړی پام ، په دغې حساسې اوسټراټژیکې سیمې کې د تل پاتې آرامښت لپاره د ایران د نوښتی پلانونو اساس دی .
فارس خلیج سیمه ، د کشتیو د تګ راتګ او د انرژۍ په نړیوال بازار کې د هغې د رول په سبب ، د نړیوالو اقتصادی بدلونونو چورلیزی مرکز دی او فارس خلیج ته له سیمې د ورآخوا هیوادونو بیلابیلو نظرونو فکرونو دغه سیمه ، له امنیتی ګډوډیو او سیاسی ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړې ده .
په دغه شان شرائطو کې ، دفارس خلیج حوزې هیوادونه د ګاونډیتوب ، د ګډو امنیتی اوسیاسی تفکراتو او اندیښنو او دنزدې جغرافیائی موقعیّت په سبب دیوه ګډ تړون په چوکاټ کې د متقابل اعتماد د اساسی اصل په چوکاټ کې ، د فارس خلیج سیمې بدلونونه اداره کولی شی .
په همدې چوکاټ کې د اسلامی ایران خارجه وزیر د یوه سیمه ایز تړون د لاسلیک کولو په موخې سره دخپل وړاندیز د تحقق لپاره ځینی لارې چارې هم مطرح کړی دی . د وړاندې شوی پلان د ارزونې لپاره د بیلابیلو کاری ډلو جوړول یوه غوره لاره چاره ده څو د فارس خلیج حوزې د هیوادونو دملګرتیا په پراختیا سره د اتو هیوادونو ترمینځ اعتماد رامینځة کول هدف وګرځول شی .
د هر ډول ډله ایز کار او د هغو د بریالیتوب لازمه ، د هیوادونو اعتماد اوباؤر لرل دی څو له کوم شک او ابهام پرته اغیز شیندونکی ملګرتیاوې ولرل شی .
په فارس خلیج سیمې کې د تل پاتې سولې اوامنیت د ټینګیدا لپاره د اتو هیوادونو ترمینځ د ګډو کاری ډلو جوړول د سیمه ایزو شخړو د مخنیوی اوحل او د ګډ امنیت په زمینې کې د ملګرتیا لپاره ځانګړی روده او لاره چاره وړاندې کیدلی شی .
د ایران د خارجه وزیرپه وینا،دغه لارې چارې،د مستقیم تماس د ټینګونکو لیکو،د وارمخکې خبرداری ورکونکی سسټمونواو دپوځی تماسونو رامینځةکول او د اطلاعاتو مبادلې کیدلی شی . په هره اندازه چې د فارس خلیج سیمې د هیوادونو ترمینځ د بیلابیلو حکومتی اوخصوصی برخو ترمینځ تعامل زیات شی ، په هماغه اندازه به د ګډې ملګرتیا او ماموریت لپاره د باؤر او اعتماد اندازه هم ترلاسه شی .متقابل اعتماد،د اندیښنو د ختمولو لپاره دګډو لارو چارو بنیادونه دی .
په چورلټ ډول ، د هر سیمه ایز پلان په چوکاټ کې په فارس خلیج کې د تل پاتې امنیت د واکمنیدا لازمه ، ددغې حساسې سیمې د هیوادنوو د سرچینو د اندازې او ګډو ګډو ته ځانګړی پام او د بې باؤرۍ ختمول ، د ایرا ن د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر وړاندیزی پلان دی .