د سیمې دهیوادونو خبرې د پایداره سولې یوازنۍ لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85218-د_سیمې_دهیوادونو_خبرې_د_پایداره_سولې_یوازنۍ_لاره_ده
زمونږ خبریال وایی د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړی وزیر سره په کتنې کښې وویل په سیمه کښې د پایداره ثبات ، امنیت او د پراختیا یوازنۍ لاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ خبرې اترې او ملګرتیا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 01:05 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت تل په  بیلابیلو سختو او ستونزمنو پړاونو کښې د پاکستان ملاتړ کړی دی .
    د ایران اسلامي جمهوریت تل په بیلابیلو سختو او ستونزمنو پړاونو کښې د پاکستان ملاتړ کړی دی .

زمونږ خبریال وایی د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړی وزیر سره په کتنې کښې وویل په سیمه کښې د پایداره ثبات ، امنیت او د پراختیا یوازنۍ لاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ خبرې اترې او ملګرتیا ده .

د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ورسره پلاوی سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې په ترهګرو ، صهیونیسټ رژیم او امریکا تکیه کول د سیمې د ملتونو او د اسلامی هیوادونو لپاره له تاوتریخوالی او تاوان پرته بله کومه نتیجه نلری وویل د سیمې د ستونزو حل له سیمې وراخوا هیوادونو ته د بلنې د ورکولو پرځاې له ښه نیت ، د امنیت له رامینځته کولو او د سیمه ییزو اړیکو له پراخولو سره یوځاې د سیاسی خبرو اترو په لور د ستراتیژۍ بدلولو ته اړتیا لری .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د سیمې امنیت باید د سیمې د هیوادونو لخوا تامین شی وویل په سیمه کښې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره لومړنی(۱) ګام په یمن کښې اوربند او د دغه  هیواد د مظلومو خلکو پرضد دحملو بندول دی او ایران په دې زمینه کښې د هر اقدام ملاتړ کوی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز په تیرې جمعې ورځ د سعودی عربستان سواحلو ته نږدې د ایران دتیلو په کشتۍ حملې ته په اشارې سره وویل تهران په دې هکله سندونه لری او د دغه حملې د اصلی عواملو د ثابتولو او  نهایی نتیجې ته تر رسیدا پورې تحقیقات دوام لری .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت تل په  بیلابیلو سختو او ستونزمنو پړاونو کښې د پاکستان ملاتړ کړی دی وویل اسلام اباد له ایران سره خپلو تاریخی او صمیمانه اړیکو ته په پام سره په ټولو سیاسی ، اقتصادی او کلتوری ډګرونو کښې د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .

عمران خان دغه راز ځینو سیمه ییزو اختلافاتو ته په اشارې سره وویل په سیمه او د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ هرډول تاوتریخوالی له سیمې وراخوا د خارجی هیوادونو په ګټه دی .

هغه وویل پاکستان دلچسپۍ لری د ایران او دسعودی عربستان په شمول د سیمې د امنیت او د ثبات د تامینولو او د تاوتریخوالو د کمولو په لړ کښې رول ولوبوی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل په یمن کښې اوربند د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه خبرو اترو او په سیمه کښې د تاوتریخوالی دختمولو او د سولې د بهیر لپاره پیلامه کیدلای شی .