د ایران دلړم ددوهمې نیټې ځینې مطبوعات
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل لیکلی دی عربستان په یمن کی د اوربند لپاره له انصار ا... غورځنګ سره خبرې اترې پیل کړی دی
جمهوری اسلامی
دغه ورځپاڼه د نورو مطلبونو تر څنګ د ایران د خارجه وزارت د ویندوی ښاغلی موسوی دغې خبرې ته هم پراخ انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی ایران د سوریې د مځکنی بشپړتبا ملاتړ کوی .ورځپاڼه په دوام کی لیکی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د سوریې د شمال د بدلونونو په هکله د روسیې او دترکیې موافقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د هر هغه اقدام چې دسوریې د ملی واکمنۍ د پیاوړتیا او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو سبب شی هرکلی کوی . د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی وویل تهران د سوریې په شمال کښې د جنګونو دختمولو لپاره د روسیې او د ترکیې ترمینځ موافقه سیمې ته د ارامښت او د ثبات دبیرته ستنیدا لپاره مثبت قدم ګڼی .
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل لیکلی دی عربستان په یمن کی د اوربند لپاره له انصار ا... غورځنګ سره خبرې اترې پیل کړی دی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف په کرمان ولایت کښې د هیواد لوړ دفاعی وس ته په اشارې سره وویل وسله وال ځواکونه د دښمن کوچنی حرکت ته په سخت ګوزار سره ځواب ورکوی .
د ترکیې ولسمشر اردوغان په سوریه کی د پوځی عملیاتو پای اعلان کړه .
د امریکا ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز چینل سره په مرکه کی د عربستان رژیم په ښکاره سپکاوی کی ویلی دی چی عربستان له پیسو پرته بل هیڅ نلری .
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار ولایتی وویل: له چین سره د ایران اړیکې تل سټراټیجکې دي. علي اکبر ولایتي په تهران کښې د مینځني ختیځ په چارو کښې د چین د ځانګړي استازي په کتنه کښې، د ایران په هکله د چین دریځونه مثبت وبلل او زیاته یې کړه: چین د ایران لپاره یو مهم هیواد دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ تل ډیرې ژورې اړیکې پاتې شوې دي.
ولایتي دې ټکي ته په اشارې سره چې سوریه له تیرو اتو کلونو راهیسې د پردیو او د هغوي د ملاتړ وړ ترهګرو له یرغل سره مخامخ ده، څرګنده کړه: ایران له پیل څخه له خپل دوست او ورور هیواد سوریې ملاتړ کړی او هم دا کار په عراق کښې هم شوی دی او که د ایران مرستې نه وی نو بغداد به د ترهګرو لاس ته ورغلی و.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په یمن باندې حملې او جنګ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د سیمې راتلونکی ډیر روښانه دی او سوریه، عراق او یمن به خامخا بریالي کیږي او سیمې ته به امنیت راستون شي.
په دغه ملاقات کښې د مینځني ختیځ لپاره د چین ځانګړي استازي ژايي جون هم په سیمه کښې د ایران له مثبتو ملګرتیا د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د ایران او چین اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هیوادونو سټراټیجک مشارکت ډیره پراختیا موندلې ده.
هغه د ایران او عربستان د اړیکو په هکله هم وویل چې دا دواړه د سیمې مهم هیوادونه دي او ترمینځ یې صلحه ایزه اړیکه پکار ده.
دواړو لورو هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله هم د نظر تبادله وکړه .
کیهان
د صیهونیسټ رژیم هاارتص لیکلی دی امریکا ایران ته د مینځتی ختیځ د کیلی وړاندی کوی .
د عربستان خارجه او ټرانسپورټ وزیران لیرې کړې شول . د عربستان باچا د ابراهیم العساف او د نبیل العامودی له څنګ ته کولو وروسته په جلا جلا حکمونو کښې په جرمنی کښې د عربستان پخوانی سفیر فیصل بن فرحان د بهرنیو چارو د وزیر او صالح بن ناصر الجاسر هم د ټرانسپورټ د وزیر په توګه وګمارل .
د افغانستان په غزنی ولایت کښې اته ملکیان وژل شوی او ژوبل شوی .
ماهاتیر محمد ویلی دی د کشمیر په هکله به د ملایشیا سیاست دوام ولري . ماهاتیر محمد د ملایشیا په پارلیمان کښې د کشمیر په وړاندې د دغه هیواد د دریځ په نه بدلیدو باندې په ټینګار سره خبریالانو ته وویل: ټول باید چې د ملګرو ملتو د ټولو پریکړه لیکونو احترام وکړي او پیروي یې وکړي او که داسې نه وي نو بیا د ملګرو ملتو کارنده والی او استفاده څه ده؟
د ویلو ده چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ماهاتیر محمد له هغو وروستیو څرګندونو وروسته چې ویلې یې وو، هندوستان په کشمیر حمله کړې او هغه یې نیولی دی، د هند د نباتي تیلو د تجارت ادارې د اکتوبر په ۲۱ د دغه سازمان له غړو وغوښتل چې له ملایشیا څخه د پالم غوړو اخیستل بند کړي.
شهروند
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی موسوی ویلی دی له عربستان سره دو یا څو اړخیزه خبرو اترو ته چمتو یو .
په ملګرو ملتو کی د ایران استازندویه دفتر ویلی د ایران اسلامی جمهوریت د سابیتی تیل وړونکی کشتۍ په اړه په تحقیقاتو کی د ملګرو ملتو د مشارکت او ګډون غوښته کوی .
د لبنان حکومت د خلکو په غوښتنو غور کوی . د لبنان دپارلمان مشر« نبیه بیری» د پارلمان له استازیو سره په کتنې کښې وویل د اقتصادی حالت د ښه کیدا په پلان کښې به د اعتراض کونکو په غوښتنو غور وشی
د لبنان خلک له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې په اقتصادی کړکیچ او د مالیاتو په لګولو اعتراض کښې مظاهرې کوی .
بیکارۍ ، اقتصادی بې وزلۍ ، د حکومت زیات پوروړی کیدل په تیره بیا ستر فساد د لبنان دخلکو د اعتراضونو څلوراصلی عامل ګڼلی شو .
د لبنان حکومت په شپږاتیا میلیارډه ډالره پوروړی کیدا سره د دغه هیواد له اقتصادی حجم سره په پرتله کښې د نړۍ یو ترټولو زیات پوروړی هیواد دی .
دلبنان حکومت د خارجی پانګې د جذبولو لپاره له ډیرو مشکلاتو سره مخ دی او په دغو شرایطو کښې حکومت د سپمه سیاستونو ته مخه کړی ده چې پایله یې په خلکو د دباو زیاتیدل دی .
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په شمالی سیمو د عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګی الوتکو د پراخو حملو خبر ورکړ .
د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف د اذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو ښار کښې د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو په غونډې کښې د امریکا د زیات غوښتنو په مقابل کښې د نړیوالې اجماع ضرورت ته په اشارې سره وویل د یوې نړیوالې غمیزې له رامینځته کولو د ډډه کولو لپاره له خپلې خطرناکې لارې ستنیدا ته د امریکا د مجبورولو لپاره د نړیوالې ټولنې یوهیړ دریځ یو سمدستی ضرورت دی .