امير عبداللهيان: د داعش ترهه ګرې ډلې سرغنه امريکائي ګوډاګے ؤ
د اسلامي شورا د جرګې د نړيوالو چارو مشر د داعش ترهه ګرې ډلې سرغنه ابوبکر البغدادي د امريکې ګوډاګے وبلۀ چې د استعمال تاريخ يې ختم شوے ؤ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان نن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د امريکې او اسرائيلو ګوډاګيانو د سعودي په تيلي ډالرو سره سيمې ته اور ورته کړ چې صهيونېزم د کنډکونو ګوډاګے په اقتدار کښې پاتې شي. په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې خاص مرستيال وويل، د امريکې ترملاتړ لاندې ترهه ګر اوس هم د سوريې په ادلب کښې د اور لګولو د حکم د حاصلولو په طمه دي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کښې په يو اخباري کانفرنس کښې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنه ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ابوبکر البغدادي په مشرۍ داعش ترهه ګره ډلې په دې وروستيو کلونو کښې د امريکې، سعودي او صهيونېسټ رژيم په مالي ملاتړونو سره د عراق او سوريې پراخه برخې ونيوې او بې شمېره جنايتونه يې وکړل.