د نطنز د بډایولو په کمپلیکس کی نویوسانټری فیوجونوافتتاح کول
(last modified Tue, 05 Nov 2019 11:50:41 GMT )
Nov 05, 2019 16:20 Asia/Kabul
  • د نطنز د بډایولو په کمپلیکس کی نویوسانټری فیوجونوافتتاح کول

اروپا ته د ایران د شپیته ورځنی فرصت د پاې په درشل کی د ایران د ګټو د پرمختللیو سانتریفیوجونو فعالولو دوه روښانه پیغامونه لری .

د نطنز د بډایولو په کمپلیکس کی  د ای ار شپږ  (IR6)نویوسانټری فیوجونود ماشینونو د ګاز ورکولو د عملیاتو په پیل سره  د ایټمی پوهې په ډګر کی د ایران د پرمختګونو په دوام کی تازه ګام پورته شو .

د  ایران داسلامی جمهوریت د  ایټمی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون ناوخته د ایران په نطنز کمپلیکس کې  دیورانیمو دپخولو  په  برخې کې د آئی آر 6 نومې  دنوی  ماډرن  سنټر فیوژ ددیرش کړه ایزې لړۍ  د افتتاح په دستورو کې  پخپلې وینا کې وویل  دغه سنټرفیوژونه  د  لومړنی ماډل سنټرفیوژونو  په مقابل  کې لس برابره زیات  دیورانیمو پخولو  کار ترسره کولی شی .

اروپا ته د ایران د شپیته ورځنی فرصت د پاې په درشل کی د ایران د ګټو د پرمختللیو سانتریفیوجونو  فعالولو دوه روښانه پیغامونه لری .

لومړی د ا چی ښی ایرانی ماهران په ایټمی علم مسلط شوی دی .

علی اکبر صالحی د ګل په ورځ په خبری غونډه کی وویل ایران د نویو سانټریفیوجونو د تولید لپاره  نوره معکوسی مهندسی نه کوی بلکه هغه پخپله طراحۍ کوی .

خو د دغه حرکت دوهم پیغام د برجامی بدلوظیو ته  په تیره بیا د اروپایانو لخوا د ایران  غبرګونونو د لړۍ په لړ کی وجاجول شی .

ډاکټر صالحی جوته کړی ده هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .

د ایران اسلامی جمهوریت د تیرکال په می میاشت کی له ایټمی موافقې د امریکا د یواړخیزه وتلو په کلیزه کی وویل په ایټمی موافقه کی به د پاتی هیوادونو د ژمنو د نه پوره کولو په غبرګون کی د امریکا د بایکاټونو د منفی اثارو د جبرانولو لپاره په ایټمی موافقه کی خپلې ژمنې ګا م په ګام  کموی . ایران تراوسه په دې لړ کی درې ګامونه پورته کړی دی او څلورم ګام به هم دې اونۍ اعلان شی .

اوس دایټمی موافقې په هکله د ایران پړاویز خبرداری ورکونکی اقداماتو اروپایی لورو غبرګونو ته اړ کړی دی . اروپایی اتحادیې د ایران د نوی اقدام په غبرګون کی له تهرانه وغوښتل چی د خپلو تقابلی ګامونو له پورته کولو تیر شی . د اروپا د کمیشن د بیانیې په یوه برخه کی راغلی دی ، ایران ته سپارښتنه کوو چی د سانټریفیوجونو د پرانستلو لپاره په خپله فیصله کی بیاکتنه وکړی او د ایټمی موافقې محتوا ته پایبنده ووسی .

پوښتنه دا ده چی که اروپا د دغې موافقې محتوا ته پایبندی ګټه وره او مهمه بولی نو بیا په دغه موافقه کی ولط په خپلو دندو او ژمنو عمل نه کیو او که دغه موافقه بده ده نو بیا ولې کله چی ایران غواړی د برجام په اساس د خپلو ژمنو په یوه برخه عمل ونکړی سیاسی بیانیه صادروی او ایران د موافقې پایبندۍ ته بولی .

مسله دا ده چی اروپایی هیوادونه د ایټمی موافقې د ساتلو غوښتونکی دی خو غواړی چی د ایټمی موافقې د ساتلو بیه ایران د بایکاټونو په زغملو سره ورکړی .

اسلامی ایران په ایټمی موافقه کی د پاتی نورو لورو په اصرار په ایټمی موافقه کی په خپلو ژمنو پایبنده دی خو برجام دوه اړخیزه موافقه ده چی د باور په اساس یې بڼه خپله کړه او که باور له مینځه لاړ شی نو ټول به بایلونکی وی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه