دحضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت تسليت ومنئ
حضرت امام حسن عسکری (ع) د خپل پلارمبارک له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري په غاړه واخېسته.
نن د ربيع الاول د مياشتې اتمه نېټه ده چې د امامت او ولايت د آسمان د يولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت له کليزې سره سمون خوري.
د ۲۶۰ هجري قمري کال د ربيع الاول يالومړۍ خور د مياشتې په اتمه نېټه د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) یو لمسې حضرت امام حسن عسکري د عراق په سامرا ښار کښې شهيد کړېشو.
د امام حسن عسکري (ع) قدرمن پلار حضرت امام علي نقي (ع) او ګرانه مور يې يوه عالمه، فاضله او خېر خواه مېرمن وه.
حضرت امام حسن عسکر (ع) د خپل پلارمبارک له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري او رهبري په غاړه واخېسته.د امام حسن عسکري (ع) د ۲۹ کلن عمر دوران په دريو برخو وېشل کيږي، لومړۍ برخه يې ديارلس کاله ده چې دغه دوران يې په مدينه منوره کښې تېر کړ، دويم لس کلن دوران يې په سامرا کښې له امامته مخکښې ؤ او دريم دوران يې تقريباً شپږ کاله د امامت دوران ؤ.
د هغه حضرت د شهادت د کليزې په مناسبت نن په درست ايران کښې خلک په جوماتونو، امامباړو او همدارنګه په مشهد مقدس ښار کښې د حضرت امام علي رضا (ع) او په قم ښار کښې د حضرت بي بي معصومه (س) په پاکو حرمونوکې په راغونډېدو سره د وير او ماتم دستورې ترسره کوی .مونږ په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ، پتياليو ، ازادی غواړوپه تېره بيا تاسو قدرمنو میناوالو ته د زړۀ له کومې تسليت وړاندې کوو.