ویټامین ډی د انسان لپاره کومې ګټې لری ؟
زمونږ خبریال وایی د ویټامین ډی کموالی د انسان د طبعیت یعنی د مزاج د خرابیدا سبب کیږی .
د انسان په بدن کښې د ویټامین کمۍ نه یوازې د هډوکو د ناروغۍ بلکې د انسان په طبعیت او مزاج کښې د خپګان ، زیږتیا، د زړه د تنګیدا د مشکل او نورې ذهنی رامینځته کوی چې درملنه یې ډیره سخته ده .
()
د انسان په بدن کښې د ویټامین ډی د کمی په وجه هغه بیا بیا ناروغه کیږی او زر یې ساړه وهی اوکه چیرې تاسو د زکام مشکل لرئ نو د ویټامین ډی ازموینه ضرور وکړئ .
()
له خواړو څخه ترلاسه شوی کیلشیم د انسان په بدن کښې د خواړو په هضمولو کښې ویټامین ډی مهم رول لری او که چیرې ویټامین ډی کم وی نو ورسره د کیلشیم کمی هم ضروری خبره ده .
په وینې کښې د کیلشیم او د ویټامین ډی د کمی په خاطر د ملا درد ، او د هډوکو د ماتیدا یعنی د اوسټو پروسیس ناروغۍ (Osteoporosis)خطرونه زیاتیږی .
()
د ویټامین ډی کمی د انسان د سر د ویښتانو د کمزورتیا سبب کیږی او ویښتان په چټکۍ سره تویږی .
د ویټامین ډی کمی هروخت د ستړیا ، په وژو کښې د درد او د زخم په ځنډ سره جوړیدل هم شامل دی .
()
ویټامین ډی ته سن شائن او سن لائټ ویټامین هم ویل کیږی ځکه چې د لمر سترګې رڼا په انسان کښې ویټامین ډی زیاتوی .
په دې سربیره ویټامین ډی په، سویا میلک (Soy milk) مالټو، د هګیو په زیړو ، قارچ یعنی مشروم ، سالمون کبانو ، ماستو، د شنو پاڼو په سبزیانو او د کبانو په تیلو کښې هم وی .