صهیونیسټو نیواکګرو ته سزا ورکول ضروري دي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په غزې باندې د حملې او د فلسطین د اسلامي جهاد د یو قومندان د وژلو په لړ کښې د قدس د نیواکګر رژيم ترهګر اقدام وغنده
سید عباس موسوي هم داشان د جنګي جنایتکارانو په توګه په نړیوالو محکمو کښې د فلسطیني نیواکګرو د تعقیب او مجازات کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه د فلسطین د خلکو د روا مبارزې او اتلانه مقاومت په ستایلو سره، وحدت او مقاومت د فلسطین له غاصبانو سره په مبارزې کښې د خلکو یوازنی انتخاب وباله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونسټي رژيم د تیریو او اقداماتو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او سازمانونو چپتیا او نرمښت ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره له دغه سخت زړي او ماشوم وژونکي رژیمه د ملاتړ په سیوري کښې د نیواکي خاورې دننه او بهر د هغه جنایتونو او د فلسطین د خلکو او مبارزانو وژلو دوام لرلی دی.
د ویلو ده چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو په تیري او بمبارۍ کښې د اسلامي جهاد یو قومندان بها ابوالعطا او څو نور کسان شهیدان شوې دي.