ددفاعی قدرت زیاتیدا د امریکا له بندیزونو سره مقابلې یوازینۍ لاره ده
د اسلامی ایران دفاع وزیر روښانه کړې ، د اسلامی ایران په ضد د امریکا په مشرۍ د استکباری نظام دسیسې په بیلابیلو وختونو کې له سختې ماتې سره مخامخ شوی دی ،خو دښمن به بیا هم د هیواد په نیالګی د ګوزار لپاره له هیڅ فرصته ډډه ونه کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمی نن په یولړ څرګندونو کې د اسلامی ایران په ضد دسلطې د نظام خباثتونو ته په اشارې سره وئیلی دی،دښمن نن سبا دایران ملت په نښه کړی دی .
سردار حاتمی روښانه کړې ، نړیوال استکبار له خپلو ټولو متحدانو سره د نفوذیعناصرو د کارولو له لارې د ایران د اسلامی جمهوری نظام بیخ بینائیو او کلتوری او سیاسی او اقتصادی پرورګرامونو ته د رسیدا لپاره هڅه کوی او پر دې اساس د جنګونو او مخامخیدنې په ډګر کې اطلاعاتو ته لاس رسی په جنګونو کېد برلاسی اصلی عناصرحسابیږی .
د اسلامی ایران دفاع وزیر روښانه کړې ، د اسلامی ایران په ضد د امریکا په مشرۍ د استکباری نظام دسیسې په بیلابیلو وختونو کې له سختې ماتې سره مخامخ شوی دی ،خو دښمن به بیا هم د هیواد په نیالګی د ګوزار لپاره له هیڅ فرصته ډډه ونه کړی .
هغه ټینګار کړی،نن سبا اسلامی ایران په سیمه ایز قدرت سره په یوه مهم سیمه ایز لوبغاړی بدل شوی او دا له مقاومت ، دد فاعی قدرت له پراختیا او داخلی ظرفیتونو باندې له تکیې پرته په بل څه سره نه دی ترلاسه شوی .