امریکا د ایران خلکو ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85964-امریکا_د_ایران_خلکو_ته_د_ګوزار_د_ورکولو_هڅه_کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په ایران کښې له بلواګرو عمومی ځایونو ته د اور د اچولو او تخریب څخه په ملاتړ کښې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مایک پمپئو لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د ایران خلکو ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2019 09:19 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران خلکو ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په ایران کښې له بلواګرو عمومی ځایونو ته د اور د اچولو او تخریب څخه په ملاتړ کښې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مایک پمپئو لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د ایران خلکو ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی .

هغه نن د پارلمان په ښکاره غونډې کښې وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په احمقانه فرصت غوښتنې او بې شرمۍ سره په ښکاره د خلکو د مالونو او ځایونو ته د اور اچولو ښکاره ملاتړ کړی دی او دغه کار د ایران دخلکو دفاع ګڼی .

لاریجانی په دې خبرې سره چې د امریکا هدف د ایران د خلکو له مینځه وړلو او د هیواد له بلوا سره مخامخ کولو پرته بل څه نه دی ټینګار وکړ د ایران خلک به په هوښیارۍ سره د دښمانانو دغه دسیسه شنډه کړی .

په ایران کښې د پیټرولو د بیو په زیاتیدا او  د پیټرولو د نرخ په دوه(۲) ډوله کیدا سره  د خلکو  سوله ایز اعتراضونه د ځینو بدمعاشانو او لوفرانو په ناوړه استفادې سره له خپلې لارې ووتل او په تاوتریخوالو بدل شول .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم د پیټرولو د مدیریت د پلان له اجرا څخه وروسته د رامینځته شویو ناکراریو په هکله وویل یقیننا د هیواد ځینې خلک په دغه فیصلې خپه او اندیښمن کیږی خو عمومی ځایونو ته اور اچول او د ځایونو ړنګول د خلکو نه بلکې د شر غواړو کسانو کار  دی .

د ایران د مشر تابه ستر ټینګار وکړ د ایران د اسلامی انقلاب دښمانانو او غلیمانو تل د دا ډول ناامنیو او ورانیو ملاتړ کړی دی او اوس هم په دغه کار بوخت دی .