د ایران اوپاکستان پوځونه پخپلو کې ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان وئیلی ایران او پاکستان سره ګډې ګتې او ګډ ګواښونه لری،چې لازمه ده په دې باب له یوه بل سره نزدې ملګرتیاوې او تعامل ولرل شی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دپوځ عمومی قوماندان سردار عبدالرحیم موسوی نن سهار په تهران کې د پاکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنې کې ووئیل ایران اوپاکستان دوه ګاونډی او دوست او مشترکات لرونکی هیوادونه دی چې له تیرو وختونو راهسې ئې په بیلابیلو زمینو کې ملګرتیاوې او ارتباطات د رلودلی دی.
سردارموسوی زیاته کړې،د اسلامی ایران او پاکستان پوځونه د روزنې او د محصیلیونو او زده کړې په زمینو کې سره ډیر تعامل او ملګرتیاوې کوی .
جنرال باجوا هم په دغې کتنې د اسلام اباد تهران د دووا ړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په هرکلی سره ووئیل،دپاکستان پوځ په درستوحوزو کې له ایران سره د ملګرتیاؤ دلوړتیا لپاره تیار دی .
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان وئیلی ایران او پاکستان سره ګډې ګتې او ګډ ګواښونه لری ، چې لازمه ده پّ دې باب له یوه بل سره نزدې ملګرتیاوې او تعامل ولرل شی .
همدرااز د پاکستان د پوځ عمومی قوماندا د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا له منشی علی شمخانی سره هم لیده کاته وکړل او له هر ډول بې ثباته کونکی او ناسم اقدام سره ئې په مبارزې کې د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا او همغږۍ د زیاتولو په ضرورت ټینګار وکړ .
علی شمخانی هم په دغې کتنې کې د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو اوترینګلتیاؤ د رامینځةکولو لپاره د امریکا د سټراټژۍ په باب چې د صهیونیسټ رژیم د دامنیتد ساتلو او د واشنګټن د سلطې او نفوذ د لنم د پراخولو په موخې سره ترسره کیږی ، هم خبرداری ورکړ .شمخانی ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی ایران ستراټژیک کړچار دسیمې له هیوادونو په تیره له ګاونډیانو سره د لازیاتې ملګرتیا او اړیکو پیاوړتیاده او په دې لړ کې پاکستان له ځانګړی مقامه برخمن دی ، په سیمې کې ئې د تل پاتې امنیت د رامینځةکونې په چوکاټ کې د دفاعی ، امنیتی او اقتصادی ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ .