د اسلامی ایران بسیج ولسی ځواک ۴۰کلن شو
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای بسیج ځواک د ایران د ملت دعظمت او د هیواد د داخلی کارنده ځواک بیلګه بللی او ټینګار ئې کړی دی ، بسیج رضا کار ځواک د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب د دوستانو لپاره د امید اواعتماد تومنه او د اسلامی نظام د دښمنانو او کینه کښو غولیدلو او بدغواړو لپاره د ویرې او وحشت سمبول دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوری نظام د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی په فرمان سره د مستضعفینو د بسیجی ځواک د جوړیدا څلویښتمه کلیزه ده .
د ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته او د ایران له ګټو د نړیوال استکبار د لاسونو په لنډیدو پسې د ایران په ضد د دښمنانو دسیسې او فتنې ورځ تر بلې پراخې شوې ،نو په دغه شان شرائطو کې حضرت امام خمینی د ۱۹۷۹کال د نومبر په شپږویشتمه نیټه د مستضعفانود بسیج ځواک د جوړولو فرمان صادر کړ .
ایرانیو ځوانانو د حضرت امام خمینی د فرمان په آوریدو سره په خودجوش ډول د ایران په ضد د عراق د تپلی جنګ جبهو ته ودنګل او د سپیڅلی دفاع په اته کلن پړاؤ کې ئې دخپل ژوند په قربانولو سره د اسلامی انقلاب نوی نیالګی ژوندی وساتۀ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای بسیج ځواک د ایران د ملت دعظمت او د هیواد د داخلی کارنده ځواک بیلګه بللی او ټینګار ئې کړی دی ، بسیج رضا کار ځواک د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب د دوستانو لپاره د امید اواعتماد تومنه او د اسلامی نظام د دښمنانو او کینه کښو غولیدلو او بدغواړو لپاره د ویرې او وحشت سمبول دی .
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکی ددغه ولسی ځواک د څلویښت کلنې کلیزې په مناسبت د زړه له کومې مبارکی وائی .