ناآرامۍ او بلوې؛ يو داسې حرکت چې ايراني ملت يې نه زغمي
ناآرامۍ او بلوې؛ يو داسې حرکت چې ايراني ملت يې نه زغمي
د نومبر په ۱۵ په ايران کښې د پېټرولو د بيې د اصلاح د طرحې اجراء په تهران او د ايران په ځينو نورو ښارونو کښې د خلقو صلح ايز احتجاجونه له ځان سره ولرل
خو يو شمېر بلوه ګرو په ايران کښې د احجاج کونکو خلقو ترمېنځ په شتون سره عمومي او ذاتي اموال حتی بېنکونه، اېمرجنسي مرکزونه، اېمبولېنسونه او د عامه خلقو ګاډي زيانمن کړل،دې لپاره چې احتجاجونه په انحرافي لار کښې بې لارې شي.
دغه تراخۀ واقعات چې له تشدد نه له ډکو چلندونو سره مل شول له بده مرغه د يو شمېر خلقو د وژل کېدو او زخمي کېدو سبب شول. اقتصادي مشکلات تل د هر يو هېواد لپاره يوه خنډ رامنځته کونکې موضوع ګڼل کيږي.د زياترو هېوادونو تجربه ښودنه کوي چې هر يو حرکت په دې زمينه کښې اکثر له يو لړ مقاومتونو سره مل کيږي. دغه احتجاجونه هم د کارپېژندنې له لحاظه او هم د طرحې د اجرا په نتيجه کښې له احتمالي زيانونو څخه د اندېښنې په وجه د بحث او څېړنې وړ دي. البته د دغې طرحې اجرا د پېټرولو د بيې له زياتېدو څخه رامنځته شوے درامد د کم درامدو پرګنو لپاره د حکومت په نغدو مرستو کښې شاملولو ته په پام سره د خلقو د معيشت د ښۀ کولو لپاره يو اقدام ګڼل کيږي.
په عين حال کښې د دغې طرحې اجراء دوه ګوني هدفونه لري چې پکښې د انرجۍ د استعمال د مديريت بحث هم ليدل شوے دے.د ځينو کارپېژاندو په باور د داسې يوې مهمې طرحې اجرا له کلونو مخکښې او د څو مرحلو په شکل کښې شروع کېدل پکار وو چې په دې زمينه کښې يو ځغلنده حرکت د يو ناڅاپه شاک او په ټولنه کښې د سخت ردعمل سبب نه شي؛ په تېره بيا دا چې په دې وروستيو کلونو کښې د ګرانۍ زياتېدل هم په اندېښنو کښې زياتوالے راوستے دے.
البته په کمزورو پرګنو باندې د اثر کونکي ماهيت په وجه له اقتصادي مشکلاتو څخه انکار نه شي کېدې چې ځينې نمونې يې په فرانس کښې د څو مياشتو په پراخو احتجاجونو کښې ليدې شوو. خو همدغه هېوادونه چې کله دا مسئله په ايران کښې رامنځته کيږي نو هغه د خپلو سياسي مداخلتونو او لاسوهنو لپاره په يوې بهانې بدلوي.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي په همدې لړ کښې په ايران کښې د بلوو په باره کښې د اروپائي چارواکو په تېره بيا د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د وياند د څرګندونو په ردعمل کښې د هغوي غرضي دريځ نيونې د ايران په کورنيو چارو کښې مداخلت وبلۀ او اروپائي هېوادونو ته يې نصحيت وکړ: چې ښه دا ده چې وړومبې دې د خپلو کورنو مشکلاتو او ګډوډيو په اړه فکر وکړي او بيا دې د هغو پراخو ناراضګيو د علاج په تکل کښې کيږي چې هره هفته په اروپا کښې په مختلفو شکلونو کښې رامنځته کيږي.
د ايران د خارجه وزارت وياند همدارنګ وويل:
اروپا ته پکار دي وړومبې د ايران د خلقو په خلاف په بنديزونو او اقتصادي ترهه ګرۍ کښې د امريکې له بدمعاشيو سره د ملګرتيا کولو ځواب ورکړي او بيا دې حتی په خاصه توګه په ايران کښې له شرپسندو او د عامه خلقو د مالونو او ځايونو له تخريبونکو څخه د دفاع لپاره لاسوهونکې څرګندونې وکړي او د مګرمچ اوښکې دې توئې کړي.
د ايران د اته اتيايم کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د تاوتريخوالو او په اقتصادي قضيو کښې د نورو نااراميو په شان د وروستيو کلونو د واقعاتو تجربې ښودلې ده چې امريکه او د ايران نور دښمنان خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره د خلقو د غوښتنو په شمول له هر فرصت څخه د ټولنې د ارامښت د ګډوډولو او بحران جوړولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کار اخلي.
البته له دغې مرحلې څخه تېرېدل، د خوښې نتائجو ته رسېدل او د انرجۍ د استعمال د بېلګې د اصلاح په طرح کښې د تعريف شويو اهدافو حاصلول ،وخت تېرېدو او د ارامښت او امنيت ګډوډولو بهيرونو په مقابل کښې د هوښيارۍ په شمول زياتو موضوعاتو ته ضرورت لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د فقهې د درس خارج د غونډې په ابتداء کښې په همدې لړ کښې په خپلو بياناتو کښې د هېواد د مشرانو د فېصلو او مصوبو د اجرا په ضرورت باندې په تاکيد سره يادونه وکړه؛ «په دغو قضيو کښې د دنيا د شرارت ټولو مرکزونو زمونږ په خلاف د دغو کارونو هڅونه وکړه، د پهلوي خبيث خاندان له منحوسې کورنۍ نه واخلې د منافقينو تر خبيثې او جنايتکارې ټولګې پورې لګيا دي په مسلسله توګه په مجازي فضاء، سوشل مېډيا او نورو ځايونو کښې هڅونې او ترغيبونې کوي چې دغه شرارتونه ترسره شي. زما عرض دا دے چې هيڅوک پکار دي له دغو شرارتيانو سره مرسته ونه کړي، هيڅ يو عاقل او غوره انسان چې له خپل هېواد سره مينه لري او له خپل ارامه ژوند سره مينه لري پکار نه دي له دوي سره مرسته وکړي، دوي اشرار او ورانکاري دي دا کارونه د عامه خلقو نه دي.»
د امريکې حکومت په وروستيو دوو کلونو کښې کوشش وکړ چې له برجام ايټمي موافقې څخه په وتلو او د فلج کونکو بنديزونو په لګولو سره د ايران اقتصاد تباه کړي خو کامياب نه شو. په همدې وجه د ايران په خلاف د بنديزونو په لګولو کښې له ناکامۍ وروسته واشنګټن کوشش وکړ چې د ناامنيو په رامنځته کولو سره اسلامي جمهوريت ته ګوزار ورکړي. سپينې ماڼۍ په دې وروستيو قضيو کښې په يوې لاسوهونکې بيانيه کښې د ايران په خلاف د چټي ادعاګانو په تکرارولو سره له ګوتې شمېر څو بلوه ګرو څخه چې د پېټرولو د بيې د زياتولو په بهانه يې د ايران په څو ښارونو کښې د بې نظمۍ په رامنځته کولو سره د عامه خلقو د مالونو په تباه کولو لاس پور کړ، ملاتړ وکړ.
د امريکې د بهرنيو چارو په وزارت کښې د ايران د اقدام د خاصې ډلې مشر برايان هوک هم له بي بي سي سره په مرکه کښې په ډاګه په ايران کښې له نااراميو څخه خوښي او خوشحالي څرګنده کړه.
هوک وويل: « مونږ کوشش کړے دے چې د تېرو کلونو له احتجاجونو څخه چې پکښې د ايران حکومت اجازه ورنکړه چې احتجاج کونکي له يوبل سره د انټرنېت له لارې ارتباط ټينګ کړي، درس واخلو. کله چې زۀ په دې پوسټ لګېدلے يم، د ايران خلقو ته مو داسې ټېکنالوجۍ ورکړې چې د احتجاجونو په دوران کښې له يوبل سره ارتباط ټينګ کړې شي. مونږ په انټرنېټ کښې متبادلې لارې هم د ايران خلقو ته وړاندې کړې او دغو لارو احتجاج کونکو ته دا امکان ورکړ چې له يو بل سره ارتباط ولري.»
د هريټج فاونډېشن څېړونکي ټېډ برومونډ وويل: د ټرمپ حکومت ته پکار دی چې په اوږد مهال کښې په ايران کښې د خپلو سياستونو د پوره کېدو په طمه اوسي او ترټولو غوره پاليسي د لګښتونو سټراټيجۍ ته مخه کول دي د ټېډ برومونډ د شننې له مخې دغه سټراټيجی د دې سبب کيږي چې د امريکې مخالف لورے په مختلفو برخو کښې د زياتو پېسو په لګولو سره بالاخره له دننه څخه متزلزل شي او په خپل اقتصادي دړې وړې کېدو سره د ځان د تباهۍ سامان برابر کړي، کټ مټ هم هغه کار چې امريکې د ګورباچوف تر مشرۍ لاندې له شوروي اتحاد سره وکړ.
د رسانه اي پروپېګنډو په ډګر کښې په لندن کښې د بي بي سي چېنل له خاصو پروګرامونو سره سره هم "من و تو" او"ايران اينترنشنال " دوه سټلائيټ چېنلونو دغو بلوو ته په لمن وهلو کښې بنيادي کردار ادا کړ.
څرګنده ده چې په اقتصادي بنسټيزو پروګرامونو کښې د اصلاحاتو ترسره کولو په اړه مختلف نظرونه او ليدتوګي او کله هم سياسي او اجتماعي لګښتونو شتون لرلے دے.
که څه هم په دغه طرح کښې دوه ګوني مقاصد شامل دي چې دوه ګوني هدفونه لري چې پکښې د انرجۍ د استعمال د مديريت بحث هم ليدل شوے دے.د ځينو کارپېژاندو په باور د داسې يوې مهمې طرحې اجرا له کلونو مخکښې او د څو مرحلو په شکل کښې شروع کېدل پکار وو
په هر حال په دې لړ کښې ناڅاپه حرکت او د پېټرولو د بيې د اصلاح د طرحې اجراء زياتې اندېښنې رامنځته کړې دي. له دې امله د معيشتي مشکلاتو کمول او د اقتصادي نارسايو ختمول له چارواکو څخه د خلقو جدي غوښتنې دي چې پکار دی په دې لړ کښې زياتې هلې ځلې اوشي؛ خو د ايران خلق هيڅکله ناامنۍ او بلوې نه شي زغملې او ناوړه استفاده کونکو ته هم د فرصت غوښتنې اجازه نه ورکوي. په همدې لړ کښې په تېرو څو ورځو کښې د ايران ښارونه د خپل جوشه سترو لاريونو کتونکي وو او خلقو له بلوه ګرو څخه د برائت له اعلانولو سره سره د بلوه ګرو له خبيثانه اقداماتو څخه خپله کرکه څرګنده او د هېواد له امنيت او اقتدار څخه يې ملاتړ وکړ.
----------