د اینځر خوړل کومې ګټې لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86165-د_اینځر_خوړل_کومې_ګټې_لری
زمونږ خبریال وایی په وچو میوو کښې ګڼل کیدونکی د جنت میوه اینځر په هر موسم کښې ملاویږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 13:26 Asia/Kabul
  • د اینځر خوړل کومې ګټې لری ؟

زمونږ خبریال وایی په وچو میوو کښې ګڼل کیدونکی د جنت میوه اینځر په هر موسم کښې ملاویږی .

هسې خو په ټولو وچو میوو کښې خدای پاک ج د روغتیا لپاره ډیر شیان کیښودلی دی خو اینځر میوه بیا ډیرې بې شمیره ګټې لری .

د خواړو د چارو کارپیژاند او دغه راز ډاکټران وایی په اینځر میوو کښې ډیر معدنیات یعنی مینرلز ، ویټامین ای ، ویټامین بی ، ویټامین سی ، ویټامین کی ، زینک ، کاپر ، مینګنیز او دغه راز ایرن شته.

اینځر د اینټی اکسیډانټ خاصیت هم لری .

د اینځر میوې خوړل د ډیرو طبی ګټو سبب کیږی چې پکښې د انسان د بدن د دفاع پیاوړتیا ، د زړه د ناروغیو مخه نیول کیدل  ، د جوړو له درد څخه بچ کیدل ، په درد کښې د ارام راتلل او په وزن کښې کموالی شامل دی .

()

اینځر له پوټاشیم څخه ډکه میوه ده چې د انسان په بدن کښې وینه په ښه ډول رسوی او  د هاضمې نظام پیاوړی کوی .

اینځر میوه د فائبر زیاته اندازه لری  او د اینځر دخوړلو له کبله د انسان معده زر ډکه کیږی او تر ډیر وخت وخت انسان ته لوږه نه احساس کیږی .

()

اینځرمیوه د زړه د ناروغانو لپاره هم ډیره ګټه لری .

په اینځر میوې کښې فینول ، اومیګا درې(۳) او اومیګا شپږ(۶) فیټی ایسډ وی او د دغو شیانو له کبله د انسان د زړه رګونه پیاوړی کیږی .

په اینځر میوې کښې موجود فیټی ایسډ د انسان په بدن کښې په رګونو کښې د وینې د پنډیدا مخه نیسی چې پکښې د زړه د نورو ناروغیو په شمول د زړه د درد مخه نیول کیدلی شی .

()

اینځر میوه د انسان وزن کموی .

د اینځر خوړل  د انسان د وزن د کمیدا سبب کیږی او که چیرې  اینځر په شیدو  کښې اچولو سره استعمال  شی نو د انسان د بدن کمزورتیا هم ختمیږی خو ورسره وزن زیاتیږی .

اینځر د وینې د نویو حجرو په جوړولو کښې مرسته کوی .

هغه کسان چې د  وینې کمی لری د اینځر میوې په خوړلو سره ددغه ناروغۍ مخه نیولی شی .

()

اینځر له درملنې ډک خواړه حسابیږی .

که چیرې تاسو د خواږو شیانو د خوړلو شوقین یاست نو مصنوعی خواږه د انسان د روغتیا په شمول غاښونه هم خرابولی شی .

په اینځر میوې کښې د طبیعی او د زیات خوږوالی د شتون په وجه هغه د خواږو شیانو په توګه هم استعمالیدلی شی .

()

اینځر میوه د کیلشیم ترټولو ښه سرچینه ده .

د انسان بدن ته هره ورځ زر(۱۰۰۰) ملی ګرامه کیلشیم ضرورت وی .

د انسان بدن په خپله کیلشیم نه تولیدوی بلکې د کیلشیم د ضرورت دپوره کولو لپاره مونږ د خواړو استعمال ته ضرروت لرو .

په مونږ کښې ډیر خلک د کیلشیم دضرورت دپوره کولو لپاره  کوم ځانګړی خواړه یا هره ورځ شیدې نه څښی نو ځکه خو دکیلشیم  ضرورت د پوره کولو لپاره مونږ ته  اینځر میوه ترټولو ښه خواړه دی .

Image Caption