د افغانستان حکومت باید د سولې د خبرو مدیریت ولری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86166-د_افغانستان_حکومت_باید_د_سولې_د_خبرو_مدیریت_ولری
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی مجید تخت روانچی له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ او ویې ویل د افغانستان دسولې خبرې اترې باید د دغه هیواد د ټولو لورو په ګډون او د کابل د حکومت په چورلیزتوب او په خپله د افغانانو په مالکیت او مدیریت سره وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت باید د سولې د خبرو مدیریت ولری

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی مجید تخت روانچی له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ او ویې ویل د افغانستان دسولې خبرې اترې باید د دغه هیواد د ټولو لورو په ګډون او د کابل د حکومت په چورلیزتوب او په خپله د افغانانو په مالکیت او مدیریت سره وی .

هغه پرون د افغانستان په هکله د ملګروملتونو د عمومی ټولنې په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د دغه هیواد خلک له کلونو کلونو بې ثباتۍ او ناامنۍ وروسته د پایداره او د حقیقی سولې غوښتونکی دی ډاګینه کړه هیڅ هیواد د افغانستان د راتلونکی په هکله د فیصلې کولو حق نلری او دا ډول حق په انحصاری ډول د افغانستان  له ولس سره اړه لری .

تخت روانچی په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو د شتون شخړې ته په اشارې سره له دغه هیواد څخه په مسولانه ډول  او له مهال ویش سره سم د خارجی عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمی استازی مجید تخت روانچی دغه راز دنشه ییزو موادو له قاچاقچیانو او ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د اغیزشیندونکی هڅې پرضرورت ټینګار وکړ او ویې  ویل د ایران اسلامی جمهوریت په دنیا کښې د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې د مخکښ په توګه په دې لاره کښې  درې زره او اته سوه پینځلس (۳۸۱۵) شهیدان ورکړی دی  او څه دپاسه دولس زره (۱۲۰۰۰) کسان یې ژوبل شوی هم دی .

تخت روانچی د افغانستان د کډوالو په حالت د ایران پرضد د امریکا د غیر قانونی بایکاټونو منفی اغیزونو ته په اشارې سره وویل دغه حالت سبب شوی دی چې په ایران کښې ګڼ شمیر افغان کډوال په جدی ډول  د اروپایی هیوادونو په شمول نورو هیوادونو ته د مهاجرت په فکر کښې ووسی .