امریکا دنورو هیوادونو سپکاوی کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ټویټر اینټرنیټ پاڼې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ سفر ته په غبرګون کښې ولیکل د امریکا چارواکی له اجازې پرته یوه (۱) هیواد ته ورځی او د دغه هیواد له حکومتی چارواکو سره کتنې نه کوی او خپلې اډې ته ورځی .
د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود دفتر نن په دغه ټویټر پیغام کښې ولیکل امریکا په خپل دغه کړچار سره د ملتونو ازادۍ او خپلواکۍ په رسمی ډول سپکاوی کوی .
دغه پیغام زیاتوی هغه نظام چې په سر کښې یې امریکا ده دنیا په دوو (۲) برخو یعنی سلطه ګر او سلطه منونکو ویشی اساسا د ازادۍ او عدالت پرضد دی .
دغه پیغام مخکې وایی په امریکا او اروپا کښې ځینې کسان چې کورونه نلری د سړک غاړو ته دګرمې او ساړه او لوږې له کبله مری خو ددغو هیوادونو زیاتې شتمنۍ او پیسې له یو ډیر محدود شمیر کسانو سره دی .
د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود د دفترپیغام په دې خبرې ټینګار سره چې د سلطې د نظام په مقابل کښې اسلام د ازادۍ او د عدالت بیرغوال دی زیاتوی اسلام په صراحت سره له ظلم او بې عدالتۍ سره مقابله کوی .