د ايران او عمان ترمېنځ د ملګرتيا درې توافهم ليکونه لاسليک شول
د ايران او عمان ترمېنځ د ملګرتيا درې توافهم ليکونه لاسليک شول
Dec 07, 2019 13:56 Asia/Kabul
ايران او عمان ، د سټېنډرډ، لوبو او سمندري ټرانسپورټ په برخو کښې د ملګرتياو درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
د ايران او عمان د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن په اتلسمه غونډه کښې چې په تهران کښې اوشوه، د ايران د صنعت، معدن او تجارت وزير رضا رحماني او د عمان د تجارت او صنائعو وزير علي بن مسعود السنيدي په دغو برخو کښې د ملګرتياو تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
همدارنګ د سټېډرډ په زمينه د ايران د ملي سټېنډرډ ادارې مشرې مېرمن نيره پيروز بخت او د عمان د تجارت او صنائع وزير السنيدي لاس ليک کړل
د ايران او عمان د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن په اتلسمه غونډه کښې چې نن يې په کار شروع وکړه، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن رپوټ رحماني او السنيدي لاسليک کړ.
ټیګونه