ایران د برجامي ژمنو د کمولو پنځم ګام ته تیار دی
Dec 19, 2019 04:10 Asia/Kabul
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایټمي موافقې د ژمنو د کمولو د پنځم ګام پورته کولو ته د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.
علي شمخاني پرون د ایران پریس خبریال ته په یوه مرکه کښې د ایران د برجامي ژمنو د کمولو په هکله د انګلستان د خارجه وزیر د ادعا په غبرګون کښې وویل: که اروپا بیا هم خپلې ژمنې پوره نه کړي نو ایران به د ایټمي موافقې د ژمنو د کمولو په لړ کښې خپل پنځم ګام پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا له ایټمي موافقې په وتلو سره او اروپايي هیوادونه هم د خپلو ژمنو په نه پوره کولو سره سبب شول چې ایران خپلې برجامي ژمنې کمې کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ: تهران د ایټمي موافقې د ساتنې او په کښې د انډول راوستلو لپاره خپلې ایټمي ژمنې ګام په ګام کموي.
ټیګونه