ځلانده یون
ځلانده یون
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومنیه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې د لړۍ په دوام کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام د اعلامیې له پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په لاره کې د دښمنانو دکارړنګونو، جنګلی آوزار او اقتصادي ترهه ګرۍ په باب درسره غږیږو، نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا ولرئ .
دوستانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دڅلویښتمې کلیزې نوی دور ته د اسلامی جمهوری نظام د واردیدو په مناسبت په اعلامیې کې روښانه کړې ده،په دغې لارې حرکت ،يعني د انقلاب د دوهم ګام پورته کیدا ځیني ضرورتونه لري ، چې باید اهتمام او پام ورته وشي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې د هیواد سترو اقتصادي مشکلاتو ته په اشارې سره ، له مشکلاتو د وتلو لاره، د مقاومتي اقتصاد دسیاستونو اجرا، داقتصاد ولسی کیدا او له ټولو ظرفیَتونو څخه استفاده بللې ده .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،اقتصاد یو اساسي ټاکونکی ټکی دی ، پیاوړی اقتصاد،د سلطې د نه منلو او د نفوذ دمخنیوي یو مهم عامل او پياوړی ټکی دی او کمزوری اقتصاد ، د د ښمنانو د دخالت او سلطې او د نفوذ زمینه جوړونکی او کمزوری ټکی دی .په انساني معنویّاتو او مادیاتو کې بې وځلي او پیاوړتیا او غني کیددا ، اغیزې شیندي .اقتصاد البته د یوې اسلامی ټولنې هدف نه دی،خو یوه داسې وسیله ده چې له دې پرته موخو ته نشي رسیدل کیدلی .
د هیواد داخلی اقتصاد راپنځيدا، سسټماټیک کیدا او له بهر سره ئې مبادلې له هغو ظرفیَتونو څخه په استفادې سره چې په هیواد کې موجود دي ،یوه حل لاره ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همدارازپه یولړ څرګندونو کې د اسلامی جمهوری نظام په ضد څلويښت کلنې دسیسې او په عین حال کې د اسلامی انقلاب پرمختګ ، دایران د ملت د حرکت په درولو کې د امریکایانو د بې وسۍ نښه بللې او وئيلي ئې دي ، د اسلامی ایران دښمنانو ،څلویښت کلونه کیږي ، چې د ایران دمیړني ملت په ضد ئې ډول ډول سیاسی او اقتصادي دباؤنه او هر اړخیزې پروپيګنډې اعمال کړي دي ، خو حتی هغه ورځ چې کله اسلامی جمهوری نظام یو نوی نیالګی ؤ ، ونه توانیدل کومه غلطي وکړي او بریالیتوب ترلاسه کړي .
دوستانو د اسلامی انقلا د دوهم ګام په دې زمینې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په سټراټژيکې اعلامیې کې په ځان د باورۍد روحیې د ساتنې، او د ولس د نهیلی کولو لپاره د دښمنانو له القااتو سره سره او له انفعاله د وتلولپاره د وړتیاؤ پر غوړیدا ټينګار شوی دی .
د ایران د پوهنتون یو استاد او اقتصاد پوه مهدي تقوي وائي ، د مقاومتي اقتصاد پلان دا موضوع ذهن ته دا موضوع وړاندې کوي ، چې اقتصاد باید د بهرنیو اقتصادي ګواښونو په مقابل کې مقاومت وکړي . له اقتصادي بندیزونو سره سره ، مونږ دم ګړۍ یو ډل له اقتصادي جنګ سره لاس او ګریوان یوو او له مقاومتي اقتصاد سره ده چې د ګواښونو په مقابل کې مقاومت کولی او د اقتصاد دړې وړې کیدا په څيړ د مسئلو او مشکلاتو مخه نیولی شو. د اقتصاد د دړې وړې کولول پاره هڅه د دښمن یو هدف دی .مقاومتي اقتصاد باید یو داسې اقتصاد وي،چې داقتصادي جنګ په پاي کې هماغه شان پخپل ځاي په قدرت سره پاتې شي او دړ ې وړې نشي . .
= د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې ،د امریکا او دهغې د متحدانو دغیر قانوني او یو اړخیزوتر ټولو سختو اوځيږو اقداماتو په نښه شوی دیاو د ملګروملتو له منشور او د نړیوالو حقوقو د پيژندل شوو اصولو سره په تضاد کې بې انصافه او ظالمانه بندیزونه ،په ناحقه تپل شوي دي .
امریکا په یواړخیزو اقداماتو سره د آزاد تجارت د زمینیېاو پانګونې د له مینځه سبب شوي او د نړیوالې ټولنې په وسیله منل شوي اصول ئې لړزانه کړي دي . نړیواله ټولنه باید په پریکنده او چورلټ ډول او سملاسي له دغو ترهه ګرو اقداماتو سره مقابله وکړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د ناپيّلي غورځنګ د غړو هیوادونو په اتلسمېسرمشریزې کې پخپلې وینا کې وئيلي ، د خپلواکه ملتونو په ضدله ظالمنانه اقتصادي آوزارونو څخه د امریکا بې پروا او ګستاخه استفاده ، اقتصادي ترهه ګري ده .نجذبک
ډاکټر روحاني زیاته کړې ، پر نړیوال مالی نظام د امریکا سلطې دا فرصت امریکا ته په اختیار کې ورکړی ،څو په تیرو لسیزو کې او په تیره بیا په روستیو کلونو کې،په کرتو ،پر خپلواکه هیوادونو د سیاسی دباؤ د اعمالولو لپاره له ډالرو ناسمه استفاده وکړي ، او د بیلابیلو بندیزونو په لګولو سره ، نړیوال مالی نظام ته د هیوادونو لاس رسی محدود کړي . دغه اقدامات ، دخپلواکه ملتونو له روا حقوقو او آزادیو سره نیغ په نیغه تیري دي او د ناپيّلي غورځنګ غړي هیوادونه ددغه اړم د بې آغیزې کولو لپاره مهم ګامونه پورته کولی شی .
د امریکا د مستبد او ځان منامه رژيم له لاسه ددغه سپيرۀ آوزار او اړم د ویستلو لاره ، تل پاتې اقتصادي ضرورتونو ته نړیواله پابندي ، د دوو او څو اړخیزو مالی تړونونو په اساس د تجارتي اړیکو پراختیا ، د بانکي خدماتو په حوزې کې د خپلواکه نوښتونو کارونې او د اسعارو له پټو راز لرونکو چیکونو څخه د استفادې پراختیا ده .البته دغه لاره باید د ترهه ګرۍ له مالي تامینیدا او له پيسو ناسمې استفادې سره د مبارزې په حوزې کې د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په راعایتولو سره کچ شي . د اسلامی ایران پشمول د ناپيّلي غورځڼګ ډيری غړي هیوادونو دغه مهمه چاره پخپلې ایجنډا کې راوستې ده .
د ا د هر هغه خپلواکه هیواد حق دی چې له توپير پرته ، له قانوني څواړخیزه تجارتي نظام څخه شفافه او هراړخیزه استفاده وکړي .ملګروملتو د پراختیا او نړیوال تجارت په باب په یوه راپور کې وئيلي دي ، څو اړخیزې تجارتي ملګرتیاوې د یواړخیز پالنې له امله له دباؤنو سره مخامخ دي او د تجارت د یو اړخیزو سیاستونو د غوره کیدا له امله د نړیوال تجارت لرلید ، له بې مخینې خطرې سره مخامخ شوی دی .
د ملګرو ملتو د سرمشي آنتو نیوګوتریش د راپور په اساس،ځيږ او قهر جن یو اړخیز اقدامات نه یوازې د نړیوال تجارت لرلید تر اغیزو لاندې راوستی،بلکې ددغه نظام اورګانونه او لارې چارې ئې هم په نښه کړي دي. امریکا ئي چاروکي هڅه کوي،د ایران په ضد په چټي تورونو لګولو سره د ایران په ضد له اقتصادي ترهه ګرۍ او د غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو څخه آوزاري استفاده توجیه کوي .
د امریکا خارجه زویر مایک پمپئوپه هریټيج فاؤنډيشن کې په دوکه بازو څرګندونو کې د ډونالډټرمپ دحکومت د بهرني سیاست په بیانولو کې د اسلامی ایران په ضد د دولسو شرطونو په باب د خپل تیر کال د څرګندونو په یادونې سره وئيلی دي ، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دهغه خبرې احمقانه بللي او نیویارک ټایمز هم په غټ لیک کې لیکلي چې د ایران په چلند ئې نیوکې کړي دي .
هغه زیاته کړې،په داسې حال کې چې ما د ایران د ولس په پلویتوب کې خبرې کړې وې .دا د خا رجه وزیر په توګه د ما لومړنۍ خبرې وې او دهغو اصل،د ایران له ولس سره مرسته وه او د تیر یونیم کال هلې ځلې هم په همدې لړکې دي.هغه دغه راز وئيلي،مونږ له هر هغه مورد چې احساس ئې کړو،دبشری حقوقو خلاف ورزي شوې ده،هغه مطرح کوو،حتی دخپلو دوستانو په باب مو هم همدغه شان عمل کړی دی .دمونږ خیال ساتل به په درستې نړۍ کې د مذهبی آزادیو لپاره لاپیاوړي شي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف له العربی ټيلیویژني چینل سره په یوې مرکې کې د امریکا ددغو دروغو په ځواب کې وئيلي دي ، وا شنګټن دسیاسی بریاؤ د پوره کیدا په خاطر ، له اقتصادي ترهه ګرۍ څخه د ایران په ضد د آوزاري اړم په توګه استفاده کوي .امریکا د خپل ولسمشر په ادعا سره له ایران سره اقتصادي جنګ ته مخه کړې او جنګ،جنګ دی او له اقتصادي جنګه موخه هم پر عامو خلکو دباؤ راوستل دي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر همداراز په باکو کې د ناپيّلي غورځنګ دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کېهم وئیلی دي،په بندیزد امریکا روږدیدا،نړیوال اقتصادي جوړښت او د نړۍ په سلګونو میلیون خلک له خطرې سره مخامخ کړي د ي.
د اسلامی ایران خارجه وزیر همداراز په یواړخیز پالنې،اقتصادي ترهه ګرۍ او د انسانانو له عامو وژنو د امریکا په ملاتړ په سختو نیو کو سره،په نړیواله سویه ملګرتیا او څواړخیز پالې ډيپلوماسۍ ته په زیاتیدونکي بې پروائۍ هم نیوکې وکړې او دا ئې د نړۍ په ډيرو سیمو کېدبې ثباتۍ د ز یاتیدا او د چیلنجونو د سختولو لپاره یو عامل وبالۀ او دغه راز ئې روښانه کړې،په دغه شان شرائطوکې دشخصي سیاست د فرصت غوښتنې په خاطر نړیوال حقوق،څو اړخیزې موافقې،د امنیت شورا پریکړه لیکونه ،او له تمدن ډک چلندونه او اخلاقیات له خطرو سره مخامخ شوي دي .
اقتصادي ترهه ګري یا مالی ترهه ګري ،په حقیقت کې یو دقیق تعریف دی څو وښئ چې دغه ډول ترهه ګري،د یوې ډ لې په وسیله د اقتصادي بې ثباتۍ رامینځةکولو ته مخه کوي .
دا چیلنجونه د اقتصاد لپاره په یوې اوږدمهاله ښکارندې بدلیږي .خو له یو بل نظره ، همدغه چیلنجونه ددباؤنو په وړاندې د یوه غوړیدونکي او مقاوم اقتصاد د جوړولو لپاره په فرصت هم بدلیدلی شی .له دغه فرصته په هوښیارئ او ځيرې استفادې سره دا،له اقتصادي ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امریکا د دباؤنو په وړاندې د نه تسلیمیدا یوه لاره ده .
د اسلامی انقلاب معظملارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د سپاه پاسدارانود لوړپوړو قومانانو په ټول کې په یولړ څرګندونو کې،د امریکا دزیاتره دباؤ سیاست، یو ماته خوړلی او بې ګټې سیاست بللی او وئيلي ئې دي،امریکایانو خیال کاوۀ،د زیاتره دباؤ په تیره بیا په اقتصادي زمینې کې د په دغه سیاست په تمرکزسره ،ایران،نرمښت ته اړکولی او په ګونډو کولی شي،خو پخپله هم له مشکل او سربدالۍ سره مخامخ شوي دي.
دوستانو د ځلانده یون نومې لړۍ د ننني مطلب وخت همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې زمونږ په انټرنیټي پاڼې کې د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو خبرونو،تبصرو،راپورونو،مرکو اوهمداراز د مذهبی،سیاسی، کلتوري،تاریخي،ټولنیزو،سپورټي،روغتیائي پروګرامونه اوهمداراز د ستاسو خوږو مینه والو په خپلولیکونو،پیغامونو او بریښنا لیکونو مشتمل هرکله راشه پروګرام لیدل او آوریدول هم مه هیروئ او خپل ښه وړاندیزونه او لیکنې له مونږسره شریکې کړئ څو دغه پروګرام ورسره نوره هم ښه کړو، نو زمونږ د انټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS پخپله هم درسره نوټ کړئ او له خپلو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ،نو ستاسو دښو لیکنو او وړاندیزونو په تمه،ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************