د ایران د مرغومې د لومړۍ نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د مالیزیا او جاپان په ستنیدا کی ویلی دی چی هیله من یم زمونږ هغه پیسې چی د جاپان په بانک کی مسدود شوی دی ، ازادې شی
جمهوری اسلامی
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی دملایشیا او جاپان له سفره په ستنیدا کې وویل د بایکاټ ماتول زمونږ ټولو ملی او انقلابی دنده ده . ده همداراز ویلی دی چی د ایران ، قطر ، ترکیې او مالزی د ګډو ملګرتیاو لپاره ډیرې ښې فیصلې شوی دی . ده زیاته کړی ده چی جاپانیانو د بایکاټونو د ماتولو لپاره وړاندیزونه کړی دی چی باید وجاجول شی .
عبدالهیان وایی خپلواکه فلسطینی هیواد یوازنۍ حل لاره ده . حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ وروستی اقدام چې په اکثریت سره یې د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د فلسطین د ملت د حق پریکړه لیک ته رایې ورکړې د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق په لاره کښې مهم ګام وباله .
اردوغان ویلی دی عربستان د پاکستان په حکومت دباو اچولی وو.ورځپاڼه په دې هکله په ینوه راپور کې لیکلی دی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل عربستان په پاکستان دباو اچولی وو چې لومړی وزیر عمران خان د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی .
هغه وویل پاکستان ځکه د مالیزیا په کانفرنس کښې له ګډون کولو ډډه وکړه چې سعودی عربستان د اسلام اباد پرضد د اقتصادی بایکاټونو د لګولو ګواښ کړی وو . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دا لومړی ځل نه دی چې عربستان او امارات په نورو هیوادونو ورته دباونه اچوی .
ده زیاته کړی ده چې سعودی عربستان پاکستان ته ګواښ ورکړی وو چې څلور میلیونه پاکستانیان به له عربستانه وباسی او د هغوې پرځاې به د بنګالیان په کارونو وګماری .
داردوغان په وینا د سعودی عربستان حکومت پاکستان ته دغه دا ګواښ هم کړی وو چې دپاکستان په مرکزی بانک کښې کیښودل شوی پیسې به هم بیرته خپل هیواد ته ورستنې کړی .
سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په پاکستان زیات دباو اچولی وو چې د ملایشیاپه کانفرنس کښې ګډون ونکړی خو د پاکستان د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن فاروقی بیا دا خبره رد کړی او ویلی یې دی چی پاکستان د اسلامی نړۍ د اتحاد په خاطر په نوموړی کانفرنس کې ګډون ندې کړې .
د ملایشیا لومړی وزیر مهاتیر محمد د امریکا د یواړخیزه اقداماتو د مخنیوی او ورسره د مقابلې لپاره په سروزرو او دینارو کې د تجارت د کولو موضوع مطرح کړی ده .
ایران
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د مالیزیا او جاپان په ستنیدا کی ویلی دی چی هیله من یم زمونږ هغه پیسې چی د جاپان په بانک کی مسدود شوی دی ، ازادې شی . ولسمشر روحاني تهران ته له رارسیدو سره سم په اوسني پړاؤ کښې ملایشیا او جاپان ته خپل سفر ډیر بااهمیته وباله او څرګنده یې کړه چې په دغو دواړو هیوادونو کښې ډیرې ښې موافقې وشوې. هغه د کوالالمپور د غونډې ترڅنګ د ملایشیا، ایران، ترکیې او قطر د مشرانو غونډې ته په اشارې سره وویل: په دغه غونډه کښې د څلورو واړو هیوادونو د ملګرتیا په هکله ډیرې ښې پریکړې وشوې او البته وټاکله شوه چې د پراختیا د مسئلې په تیره بیا په نویو ټیکنالوجیو کښې د صنعت په مختلفو برخو کښې د ملګرتیا په لړ کښې نورو هیوادونو ته هم بلنه ورکړی شي.
روحانی زیاته کړه ډیر زر به د ایران او ملایشیا د ملګرتیاؤ ګډه غونډه جوړه شي او د دغه هیواد لومړې وزیر ماهاتیر محمد غواړي په نزدې راتلونکي کښې ایران ته سفر وکړي .
پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې هند په متقابل اقدام وګواښه .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پاکستان په مسکونی سیمو د هندی عسکرو د دوامداره ډزو په غبرګون کې نوې ډیلې په متقابل اقدام وګواښه .
عمران خان وویل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پاکستان د ځینو سیمو پرضد د هندی عسکرو د تیرې ورځې حملې د پاکستان د پوله ساتونکیو ځواکونو په ځیرتیا سره په بشپړه درول شوی دی .
ده زیاته کړی ده چی د پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو حملې په دغه سیمه کی د نوی توغندوی پلیټ فارم له ځای پر ځای کولو وروسته زیاتې شوی دی .
د هندوستان او پاکستان ترمینځ تاوتریخوالې په کشمیر کې د ځانګړو اختیاراتو د لغوه کولو او د د دغې سیمې د نفوسی جوړښت د بدلولو لپاره د هند حکومت له فیصلې وروسته زیات شوې دې .
د سوریې پوځ په ادلب کی ۷۰ ترهه ګر هلاک او ۱۳۰ نور ژوبل کړل .
کیهان
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی ممکنه ده له ایټمی موافقې ووځو .
د ترکیې د ولسمشر اردوغان مرستیال وایی د داخلی تولید پیاوړتیا له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د ترکیې حل لاره ده .
ټویټر د ال سعودو په زرګونو حکومتی اکاونټونه وتړل .
د لبنان حزب ا... وایی د لبنان وروستي ناا رامۍ د امریکا د لاس وهنې له امله دی ، واشنګټن هم وایی له لبنان لاس نه اخلو .
عراقچي وویل د ایران او جاپان اړیکې او سیاسي سلامشورې به په راتلونکي کښې هم دوام ولري . د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال په دې خبرې سره چې د تهران او ټوکیو سیاسي سلامشورې به جاري پاتې شي، څرګنده کړه: د ایران او جاپان د چارواکو په کتنه کښې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او د ایټمي موافقې او د امریکې د بندیزونو په هکله خبرې اترې وشوې.