ایران له بندیزونو سره سره ښه ترقي کړې ده
Jan 01, 2020 12:09 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران د ولس خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د پراختیا او ترقۍ بهیر له بندیزونو سره سره ډیر ښه دی.
ولسمشر حسن روحاني چې د څو مهمو پراختیايي پروژو د پیلولو لپاره اردبیل ولایت ته تلی دی، د ایران د خلکو د هوډ او ارادې په خرابولو کښې د امریکې په ماتې باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د ایران په مختلفو سیمو په تیره بیا اردبیل کښې د لس هاؤ مهمو اقتصادي، صنعتي او بیخ بینايي طرحو افتتاح ښودنه کوي چې امریکې د ایران خلاف لګولو بندیزونو کښې ماتې خوړلې ده.
هغه څرګنده کړه چې د ایران ولس په اوسپنیز هوډ سره د امریکې د بندیزونو او زور وینو په وړاندې ولاړ دی او په علم، پوهې او اخلاقو سره د هیواد د پراختیا او آبادونې په لاره روان دی.
ټیګونه