د ایران ستر ولس هیڅ کله مه ګواښئ
Jan 07, 2020 02:39 Asia/Kabul
د اسلامي ایران ولسمشر په ایران کښې د ځینو مرکزونو د ویشتلو په هکله د امریکې د ولسمشر د ګواښ په غبرګون کښې ویلي: هیڅ کله د ایران ستر ولس مه ګواښئ.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني بیګا په یو ټویټ کښې ډونلډ ټرمپ ته لیکلي دي: کوم کسان چې ایران د کلتوري مرکزونو په شمول د ۵۲ اهدافو په بمباري کولو ګواښي، باید د ۲۹۰ او د ۶۵۵ IRپرواز په هکله هم فکر وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت دا ټویټ د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په دریمه نیټه د ایران ایر په ۶۵۵IR نمبر الوت کښې د ۲۹۰ تنه ملکي وګړو شهادت ته اشاره کوي کله چې د امریمکې پوځ په یو جنایتکارانه اقدام کښې د فارس خلیج د پاسه د ایران مسافري الوتکه په توغندیو ویشتې وه.
په دغه پيښه کښې ۶۶ ماشومان او ۵۳ ښځې هم شهیدانې شوې وې.
ټیګونه