جنرل سلامي: له جنايکارانو به ډېرسخت او پښېمانه کونکے انتقام واخېستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87093-جنرل_سلامي_له_جنايکارانو_به_ډېرسخت_او_پښېمانه_کونکے_انتقام_واخېستل_شي
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل، د ايران اسلامي جمهوريت به جنرل قاسم سليماني د شهيدولو له عاملانو دېرسخت، مضبوط او پښېمانه کونکے انتقام واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • جنرل سلامي: له جنايکارانو به ډېرسخت او پښېمانه کونکے انتقام واخېستل شي

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل، د ايران اسلامي جمهوريت به جنرل قاسم سليماني د شهيدولو له عاملانو دېرسخت، مضبوط او پښېمانه کونکے انتقام واخلي.

د سپاه نيوز د رپوټ له مخې جنرل حسين سلامي نن په کرمان کښې د شهيد جنرل قاسم سليماني د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کښې تاکيد وکړ د سردار سلېماني په شهيدولو کښې د امريکې ترهه ګريز اقدام به په سيمه کښې د نړيوال استکبار د موجودګۍ د ختمېدو لپاره د شروع ټکے وي.

جنرل سلامي سردار شهيد سليماني د امريکې د دسيسو د ماتولو د معمار په توګه ياد کړ او وې ويل، جنرل سلېماني د اسلامي امت د امنيت د ګډوډولو لپاره د امريکې پاليسۍ له ماتې سره مخامخ کړه او اجازه يې ورنه کړه چې جنايکاره امريکائي او صهيونېسټي دښمنان د مقاومت محور کمزورے کړي.

هغه د دې په بيانولو سره چې دفلسطين په غورځنګ باندې د حملې لپاره د امريکې سياست له سختې ماتې سره مخامخ شوے دے زياته کړه، جنرل سليماني د فلسطين غورځنګ راژوندے کړ  او صهيونېسټ رژيم يې د فلسطينيانو د مضبوط قوت په قلابندۍ کښې راوستے د ے.