جنرل سلامي: له جنايکارانو به ډېرسخت او پښېمانه کونکے انتقام واخېستل شي
جنرل سلامي: له جنايکارانو به ډېرسخت او پښېمانه کونکے انتقام واخېستل شي
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل، د ايران اسلامي جمهوريت به جنرل قاسم سليماني د شهيدولو له عاملانو دېرسخت، مضبوط او پښېمانه کونکے انتقام واخلي.
د سپاه نيوز د رپوټ له مخې جنرل حسين سلامي نن په کرمان کښې د شهيد جنرل قاسم سليماني د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کښې تاکيد وکړ د سردار سلېماني په شهيدولو کښې د امريکې ترهه ګريز اقدام به په سيمه کښې د نړيوال استکبار د موجودګۍ د ختمېدو لپاره د شروع ټکے وي.
جنرل سلامي سردار شهيد سليماني د امريکې د دسيسو د ماتولو د معمار په توګه ياد کړ او وې ويل، جنرل سلېماني د اسلامي امت د امنيت د ګډوډولو لپاره د امريکې پاليسۍ له ماتې سره مخامخ کړه او اجازه يې ورنه کړه چې جنايکاره امريکائي او صهيونېسټي دښمنان د مقاومت محور کمزورے کړي.
هغه د دې په بيانولو سره چې دفلسطين په غورځنګ باندې د حملې لپاره د امريکې سياست له سختې ماتې سره مخامخ شوے دے زياته کړه، جنرل سليماني د فلسطين غورځنګ راژوندے کړ او صهيونېسټ رژيم يې د فلسطينيانو د مضبوط قوت په قلابندۍ کښې راوستے د ے.