د سپاه په عملیاتو کښې امریکایانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
عراق کښې د امریکې په پوځي اډې باندې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په بیګانۍ حملې کښې ترهګرو امریکايي ځواکونو ته ډیر تلفات اوښتې دي
یوې خبر پوځي سرچینې نن سهار ایران پریس خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: د امریکايي ځواکونو د میداني خبرواترو څارنه ښودنه کوي چې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران توغندوي عملیاتو په عراق کښې د امریکې عین الاسد اډې ته ډیر تلفات او زیانونه رسولې دي.
دغې باخبر پوځي سرچینې د عراق په عین الاسد اډه کښې له ترهګرو امریکایانو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له سخت انتقام وروسته وویل: امریکایي ځواکونه په هیلي کوپټرو کښې د خپلو ژوبل شویو پوځیانو او مړو په سمدستي منتقلولو سره غواړي چې د مرګ ژوبلې اندزه ډیره کمه وښايي.
د اسلامي انقلاب پاسدارانو لښکر بیګا د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکې په عین الاسد نومې پوځي اډې باندې د لسګونو توغندیو په حملې سره د ډګر جنرال سردار شهید قاسم سلیماني د وژلې په لړ کښې د تیري ګرو امریکايي ځواکونو ترهګر او جنایتکار اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ.
د ویلو ده چې د اسلامي انقلاب پاسدارانو لښکر بیګا د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکې په عین الاسد نومې پوځي اډې باندې د لسګونو توغندیو په حملې سره د ډګر جنرال سردار شهید قاسم سلیماني د وژلې په لړ کښې د تیري ګرو امریکايي ځواکونو ترهګر او جنایتکار اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ.