د ایران فاینل ځواب له سیمې د امریکې بشپړ ایستل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87129-د_ایران_فاینل_ځواب_له_سیمې_د_امریکې_بشپړ_ایستل_دي
ولسمشر روحاني: د امریکې جنایت ته د ایران وروستی ځواب، له سیمې د هغوي بشپړ ایستل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 12:57 Asia/Kabul
  • د ایران فاینل ځواب له سیمې د امریکې بشپړ ایستل دي

ولسمشر روحاني: د امریکې جنایت ته د ایران وروستی ځواب، له سیمې د هغوي بشپړ ایستل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ترهګرو امریکايي ځواکونو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سخت انتقام ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د امریکې جنایت ته د ایران وروستی ځواب، له سیمې د هغوي بشپړ ایستل دي.

حسن روحاني نن د کابینې په غونډه کښې په عراق کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په شهیدولو کښې د امریکایانو ترهګر اقدام د ټولو نړیوالو اصولو اپوټه اقدام او جنګي جنایت او نړیواله ترهګري وبلله او ویې ویل: امریکایان په دغه جنایتکارانه اقدام کښې خپلو موخو ته په رسیدو کښې ناکامه پاتې شول.

ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکایانو په خپل دغه جنایتکارانه اقدام سره ستره تاریخي غلطي کړې ده، زیاته کړه: سردار سلیماني یوازې یو پوځي قومندان نه و بلکې هغه یو ستر سیاستوال، سټراټیجسټ او د سیمې او له سیمې د بهر ګوندونو، ډلو او حتی جګ پوړو حکومتي چارواکو سره په سیاسي مذاکراتو کښې یو توانمن کس و.

حسن روحاني ټینګار وکړ چې که امریکا له دې وروسته بل کوم جنګي جنایت وکړي نو لازیات سخت ځواب به ورکړي.