ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87152-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2020 10:39 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو په خپل وړومبي مخ او غټو ټکیو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونۍ وینا راخیستې ده چې ویې فرمایل: دا یوه څپیړه وه چې امریکې ته مو ورکړه خو په سیمه کښې باید د دغه هیواد فسادي شتون بیخي ختم شي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په عراق کښې د امریکې په دوو پوځي اډو باندې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران توغندوي حملې یوه څپیړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مقابلې په لړ کښې په دې توګه دا پوځي اقدامات پوره نه دی بلکې پکار دي چې په سیمه کښې د امریکې فساد جوړونکی او ورانونکی شتون ختم شي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون په تهران کښې د قم د زرګونو خلکو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې شک نشته د سیمې ولسونه او له ولسونو راپورته شوي حکومتونه د امریکې د فسادي شتون دوام نه مني، څرګنده کړه: په دې سیمې او د نړۍ په هر ځاې کښې د امریکایانو شتون له جنګ، اختلاف، فتنې، ویرانۍ او د بیخ بیناؤ له خرابیدو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده لرلې.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه‌اي  په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په سیمه کښې د امریکایانو شتون باید پاې ته ورسیږي، څرګنده کړه: امریکایان د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د هم دې فساد او ویرانۍ آرزو او پرې ټینګار لري او د خبرواترو او پر یو میز د کښیناستو مسئله د دغو لاسوهنو او شتون سریزه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان په فلسطین، عراق او لبنان کښې د امریکې د پلانونو په ماتې کښې د ډګر جنرال سلیماني ټاکونکي رول ته په اشارې سره څرګنده کړه: سردار شهید سلیماني د هغو ټولو پلانونو په وړاندې ودریده چې د امریکایانو په پیسو، توانایۍ او سیاسي اغیزې او پراخو تشکیلاتو سره پلانیدل او هغه یې شنډ او بې ګټې کړل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان ټیګار وکړ چې له عراقه د امریکې د ایستلو په هکله د عراق د پارلیمان مصوبه ډیره ښه وه او هیله لرو چې متعال خدای د دې خوځښت د تعقیبولو توفیق ورکړي.

*/*

د تهران ورځپاڼو هم داشان په عراق کښې د امریکې په دوو اډو باندې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د وړمې شپې توغندوي حملو او د سخت انتقام خبر ته انعکاس ورکړی او په دې هکله یې بیلابیل سرټکي او انځورونه راخیستې دي.

خبرونه وايي چې په امریکايي اډې باندې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د توغندیو په باران کښې لږترلږه اتیا امریکايي پوځیان هلاک شوي او له دوو سوو زیات زخمي شوي دي. د ورځپاڼو په لیکنه، ترلاسه شوي اطلاعات وايي چې امریکایانو خپل زخمي ځواکونه سمدستي له دغې اډې ایستې دي څو د تلفاتو شمیر کم وښايي.

*/*/*

خو د دغو سترو خبرونو ترڅنګ یو بل مهم او خواشینونکی خبر هم نن د تهران چاپ د ورځپانو برخه ده. دغه خبر په تهران کښې د یوکراین د یوې مسافري الوتکې د نسکوریدو په هکله دی چې په کښې سپاره ټول ۱۸۰ مسافر او خدمه مړه شوې دي.

د  یو آيي ای" UIA په نامه د یوکراین د هوايي چلند 752-PS نمبر پرواز چې په یو ساعت ځنډ سره له تهرانه د کي یف په لور روان و، نن سهار له امام خمیني(رح) هوايي ډګره له الوت کولو وروسته د پرند ښار په خوا کښې ولویده.

د ایران د ایمرجنسي ادارې ویاند مجتبی خالدي په دې هکله ویلي چې د یوکراین په هوايي کرښو پورې اړونده بویینګ ۷۳۷ ډوله مسافري الوتکه له امام خمیني هوايي ډګره له پورته کیدو وروسته د فني او تخنیکي خرابۍ په وجه رانسکوره شوه.

دغه الوتکه چې د یوکراین پلازمینې کي یف ښار ته روانه وه، ۱۸۰ مسافر او خدمه یا فلایټ کرو یې درلود او په مسافرینو کښې ۱۴۷ تنه یې ایرانیان وو چې زیاتره محصلین وو

په دغه الوتکه کښې، ۱۱ تنه د یوکراین ۱۰  د افغانستان، ۹ د کاناډا،  څلور د عربستان  او یو د بریتانیه ښاریز شامل و.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او هم داشان د بهرنیو چارو وزارت د دې پیښې په هکله د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او تسلیت یې ویلې دی.

*/*/*

له تهرانه چاپیدونکې جام جم ورځپاڼې بیا د افغانستان د تیر ولسمشر حامد کرزي څرګندونې راخیستې دي چې امریکې ته یې د عاقلانه لارې د غوره کولو سپارښتنه کړې ده.

حامد کرزي د تهران د خبرواترو په غونډه کښې د خپلې وینا په پیل کښې وویل: زمونږ په ګران ورور قاسم سلیماني باندې د امریکې د حملې او د هغه د شهادت په وجه د ایران ستر ولس او حکومت ته د زړه له کومې تسلیت وایم.

هغه وویل چې ایران او افغانستان د تاریخ او کلتور له نظره یو بل ته ډیر نزدې هیوادونه دي. په ایران کښې زمونږ وروڼه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغانستاني وروڼو او خوییندو کوربانه دي او هلته یې ښوونه او روزنه کوي.

د افغانستان دغه پخواني ولسمشر ټیګار وکړ: زمونږ امنیت، ثبات او ترقي د صلحې او امنیت لپاره زمونږ د ټولو په کوشش، شراکت او تفاهم کښې رامینځته کیږي او هیله لرم چې د امریکې حکومت یوه معقوله لاره خپله کړي.

هغه په دوام کښې وویل: هم داشان اروپا دې د روسیې او چین په ملګرتیا سره لااغیزناک او پياوړي اقدامات وکړي او هڅه وکړي چې امریکا ایټمي موافقې ته ستنه شي.

*/*/*

ایران ورځپاڼې بیا په عراق کښې د امریکې په ډیرې سترې اډې (عین الاسد) باندې د سپاه پاسداران له انتقامي حملې وروسته د پاکستان د اندیښنې خبر راخیستی دی او وايي چې د دغه هیواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي امریکې ته د احتیاط کولو مشوره ورکړې ده.

خبر زیاتوي چې پاکستان خارجه وزیر امریکې ته په خبرداري سره له واشنګټنه وغوښتل چې محتاطانه کړنلاره غوره کړي.

شاه محمود قریشي د ایران د سپاه پاسداران له انتقامي اقدام وروسته د دغه هیواد د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د څرګندونو په عاقلانه او ډاډمنو بللو سره له امریکې وغوښتل چې د سیمې حالاتو ته په پام سره له احتیاطه کار واخلي.

هغه هم داشان زیاته کړه چې اسلام آباد د سیمې له نورو هیوادونو سره په اړیکه کښې دی او د سیمې د حالاتو جاج اخلي.

*/*/*

د ایران وروستی ځواب له سیمې د امریکې مکمل ایستل دي. دا د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د هغه خبر عنوان دی چې د د ایران د ولسمشر د پرونیو څرګندونو په هکله دی.

په خبر کښې لولو، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ترهګرو امریکايي ځواکونو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سخت انتقام ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د امریکې جنایت ته د ایران وروستی ځواب، له سیمې د هغوي بشپړ ایستل دي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د کابینې په غونډه کښې په عراق کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په شهیدولو کښې د امریکایانو ترهګر اقدام د ټولو نړیوالو اصولو اپوټه اقدام او جنګي جنایت او نړیواله ترهګري وبلله او ویې ویل: امریکایان په دغه جنایتکارانه اقدام کښې خپلو موخو ته په رسیدو کښې ناکامه پاتې شول.

ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکایانو په خپل دغه جنایتکارانه اقدام سره ستره تاریخي غلطي کړې ده، زیاته کړه: سردار سلیماني یوازې یو پوځي قومندان نه و بلکې هغه یو ستر سیاستوال، سټراټیجسټ او د سیمې او له سیمې د بهر ګوندونو، ډلو او حتی جګ پوړو حکومتي چارواکو سره په سیاسي مذاکراتو کښې یو توانمن کس و.

حسن روحاني ټینګار وکړ چې که امریکا له دې وروسته بل کوم جنګي جنایت وکړي نو لازیات سخت ځواب به ورکړي.

ورځپاڼې هم داشان د کابینې له غونډې وروسته د ایران د خارجه وزیر خبرې هم راخیستې دي چې وايي: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې هر ډول تیروتنې ته لا پریکنده او غوڅ ځواب ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي ترهګرو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سخت انتقام ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې هر ډول تیروتنې ته غوڅ ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه، امریکا په لویدیځې آسیا کښې خپلې وروستۍ ورځې تیروي او دغه هیواد به په دې سیمه کښې هیڅ راتلونکی ونه لري.

محمد جواد ظریف د امریکې د حکومت ترهګر اقدام ته د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي ځواب ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د کار پاې، له سیمې د امریکې وتل دي چې پوځي اقدام ته ضرورت نه لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*