د پاکستان خارجه وزیرایران ته سفر کوی
ده همداراز وویل چی ډیر ژر به د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په حکم په سیمه کی د تاوتریخوالی د کمولو په هدف ایران او څو نورو هیوادونو ته سفر وکړی .
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی په پاکستان کې د اسلامی ایران نوی سفیر سید محمد علی حسینی د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او تهران او واشنګټن ترمینځ ترمینځ د تاوتریخوالی د زیاتیدا په شمول د سیمه ایزو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې .
د پاکستان خارجه وزیر هم په دغه کتنه کی په اسلام اباد کې د نوی سفیر په توګه د ټاکل کیدا په اړه ښاغلی حسینی ته د مبارکی په ویلو سره د دواړخیزه اړیکو او دواړو هیوادونو ترمینځ د سیمه ایزو ملګرتیاو د لا زیاتې پراختیا په اړه هیله څرګنده کړه . شاه محمود قریشی زیاته کړه چی پاکستان په سیمه کی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره هوډمن دې .
ده همداراز وویل چی ډیر ژر به د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په حکم په سیمه کی د تاوتریخوالی د کمولو په هدف ایران او څو نورو هیوادونو ته سفر وکړی .