تهران کښې د بریطانیا سفیر ونیوی شو
(last modified Sun, 12 Jan 2020 01:36:16 GMT )
Jan 12, 2020 06:06 Asia/Kabul
  • تهران کښې د بریطانیا سفیر ونیوی شو

د ایران لپاره د بریطانیا سفیر "راب مک ایر" Rob Macaire پرون مازیګر د تهران د امیر کبیر پوهنتون مخې ته د مشکوکو تحرکاتو د پلانولو او لمسولو په وجه د څو ساعتونو لپاره ونیوی شو.

د ایران لپاره د بریطانیا سفیر "راب مک ایر" Rob Macaire پرون مازیګر د تهران د امیر کبیر پوهنتون مخې ته د مشکوکو تحرکاتو د پلانولو او لمسولو په وجه د څو ساعتونو لپاره ونیوی شو.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې تهران کښې د یوکراین د هوايي چلند د مسافري الوتکې د نسکوریدو له پیښې وروسته پرون مازیګر د دغې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه یو شمیر کسان د تهران د امیرکبیر پوهنتون مخې ته راغونډ شول چې د ځینو بدماشانو او رذیلانو په ناوړه استفادې سره یې قهرجنه بڼه غوره کړه.

په تهران کښې د انګلستان سفیر هم دغو خلکو ته ورغی او د هغوي د لمسولو او راپارولو ترڅنګ یې هغوي ځینو ریډیکل او قانون ماتونکو اقداماتو ته راوبلل.

په دې وجه د ایران پولیسو دی د څو ساعتونو لپاره ونیوه او بیا یې خوشی کړ.