د ټرمپ فارسي ټوئيټ ته د موسوي ځواب
(last modified Mon, 13 Jan 2020 00:07:57 GMT )
Jan 13, 2020 04:37 Asia/Kabul
  • د ټرمپ فارسي ټوئيټ ته د موسوي ځواب

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا په خپل يو ټوئيټ کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فارسۍ ټوئيټ ته په ځواب کښې وويل، هغه لاسونه او ژبې چې د ايران د خلقو په ګواښ او بائيکاټ ککړې دي حق نه لري د فارسي لرغونې ژبه پرې ککړه کړي.

د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي زياته کړه، آيا واقعاً د ايران د خلقو چې ورله مو اوس اوس اتل ووژۀ «ترڅنګه» ولاړ يئ يا د هغوي په «مقابل» کښې؟

د ايران داسلامي کلتور او ارشاد وزير سيد عباس صالحي هم په ټوئيټر کښې د ټرمپ د فارسۍ ټوئيټ ته په ځواب کښې وليکل، فارسي ژبه د ايراني کلتور سېمبول دے. عجيبه ده تر پرونه پورې دې پرله پسې د ايران  کلتوري ځايونه ګواښل او نن له ايرانيانوسره په فارسي ژبې خبرې کوې!»

د امريکې ولسمشر د ايتوار په شپه د ايران له خلقو څخه د دروغو پلوي توب په ادعا سره په تهران کښې له وروستيو بلوو څخه ملاتړ وکړ.

له تهران سره نزدې د يوکرائن له هوائي چلن سره متعلق ۷۳۷ بوئينګ مسافر وړونکې الوتکې له نسکورېدو وروسته د خالي په مازيګر د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د اميرکبير پوهنتون په شمول د تهران د څو پوهنتونونو په وړاندې ځينې غونډې جوړې شوې چې د يو شمېر رذيلانواو بدمعاشانو په ناوړې استفادې سره يې انحراف لار اختيار کړه.

 

ټیګونه