روحاني:
ايران د تهران او دمشق ترمېنځ د هراړخيزو ملګرتياو پراختيا غواړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، تهران له مخکښې نه زيات د ايران او سوريې ترمېنځ د هراړخيزو تعلقاتو او ملګرتياو د مضبوطيه او پراختيا غوښتونکے دے.
ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د سوريې له وزيراعظم عماد خميس په کتنه کښې وويل: نن د نورو هېوادونوپه چارو کښې د امريکنيانو لاسوهنې او د سوريې د تېلو په کويانو د تسلط لپاره کوششونه څرګند دي او هغوي هيڅکله د سيمې د ملتونو د ګټو په فکر کښې نه دي.
ډاکټر روحاني واضحه کړه چې ايران هم هغه ډول چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لار کښې د سوريې د حکومت او ملت ترڅنګه دے تل د استکبار په وړاندې د مظلومو ملتونو ملاتړے دے او دې چلند ته به دوام ورکړي.
د سوريې وزيراعظم عماد خميس هم په دغه کتنه کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د القدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني د شهادت د تسليت په وړاندې کولو سره وويل: د سردار سلېماني شهادت د نړۍ د ټولو آزادي غوښتونکو ملتونو لپاره يو لوے مصيبت او غميزه ده.
هغه د دې په بيانولو سره چې د جنرل سلېماني د شهادت په انتقام کښې د امريکې په فوځي اډې باندې د ايران توغنده اي حملې د سيمې او نړۍ د حکومتونو او ملتونو لپاره څرګند پېغام لرۀ، زياته کړه، دغه اقدام دښمنانو ته وښودله چې استکبار د اېشيا په لويديځه سيمه کښې نور هيڅ ځاے نه لري
د سوريې وزيراعظم په دې باندې په تاکيد سره چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره مقاومت اوهلې ځلې به دوام ومومي وويل: په سوريې کښې د امريکنيانو موجودګي د نيواک يوه څرګنده نمونه ده او ټول ملتونه او حکومتونه پکار دي د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د هغوي د ناروا موجودګۍ په وړاندې ټينګ اودريږي.
د سوريې وزيراعظم عماد خميس د تېر ګل په شپه د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د کتنې او صلاح مشورو لپاره تهران ته راغے.