Jan 15, 2020 15:27 Asia/Kabul
  • روحانی وویل سردار سلیمانی د ایران پوله ساتې وو

روحانی نن د حکومت د کابینې په غونډه کې د شهیدسلیمانی شهادت ته په اشارې سره زیاته کړه هم د شهید سلیمانی شهادت مظلومانه وو او هم په کرمان کې دیو شمیر وطن دارو او هم د یوکرین د ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا په پیښه کې د یو شمیر کسانو وژل کیدا چی د ټولو زړونه یې وسوزول او خلک یې بیقراره کړل .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل ډګر جنرال شهید قاسم سلیمانی  د ایران پوله ساتې وو خو هیڅ وخت یې نه غوښتل د ایرانیانو ترمینځ پوله رامینځته شی .

روحانی نن  د حکومت د کابینې په غونډه کې د شهیدسلیمانی شهادت ته په اشارې سره زیاته کړه هم د شهید سلیمانی شهادت مظلومانه وو او هم په کرمان  کې دیو شمیر وطن دارو او هم د یوکرین د ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا په پیښه کې د یو شمیر کسانو وژل کیدا چی د ټولو زړونه یې وسوزول او خلک یې بیقراره کړل .

ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د سردار سلیمانی شهادت په پوځی برخه کی جبران شو او سپاه د عراق په عین الاسد کې د امریکایی ترهه ګرو ځواکونو په اډې حمله وکړه  جوته کړه یو ستر جبران هم شته او هغه دا چی د سیمې ملتونه هڅه وکړی ترڅو امریکا له سیمې لاړه شی .

 

ټیګونه