ایران د اروپايي هیوادونو په اقدام نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87307-ایران_د_اروپايي_هیوادونو_په_اقدام_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي پرون په تهران کښې د کروشیا له سفیر ډراګا اشتانبوک( Draga Stanbuck) سره په کتنې کښې چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې پړاویزه مشرۍ پرغاړه لري په اټومي تړون کښې د اختلافاتو د هواري سازوکار ته د دریو (۳) اروپايي هیوادونه مخه کول په غلط وخت کښې یوه (۱) تیروتي او غلطه فیصله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2020 01:26 Asia/Kabul
  • ایران د اروپايي هیوادونو په اقدام نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي پرون په تهران کښې د کروشیا له سفیر ډراګا اشتانبوک( Draga Stanbuck) سره په کتنې کښې چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې پړاویزه مشرۍ پرغاړه لري په اټومي تړون کښې د اختلافاتو د هواري سازوکار ته د دریو (۳) اروپايي هیوادونه مخه کول په غلط وخت کښې یوه (۱) تیروتي او غلطه فیصله وبلله .

عباس عراقچي دې ته په اشارې سره چې ایران مخکې دغه سازوکار فعال کړی او هغه یې بشپړ کړی دی وویل د خپلو اټومي ژمنو په کمولو کښې د ایران پینځه (۵)ګوڼه ګامونه د دغه سازوکار د فعالیدا نتیجه ده او دا د ایران اسلامي جمهوریت حق دی چې د اټومي تړون دنورو لورو لخوا د ژمنو له نه  ترسره کیدا سره متناسبې خپلې ژمنې کمې کړي .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې ایران اوس هم اټومي تړون ته ژمن دی وویل که چیرې اروپايي لوري په اټومي موافقې کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي د ایران ټول اقدامات به د ستنیدا وړ وي .

په تهران کښې د کروشیا سفیر ډراګا اشتانبوک هم په دغه کتنې کښې ټینګار وکړ د ایران اندیښنې به په اروپايي اتحادیې اړونده چارواکو ته ورسوي .