روحاني د ايران او وېنزوئلا د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
روحاني د ايران او وېنزوئلا د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د تهران او کاراکاس تعلقات او ملګرتياوې مثبتې او دوستانه وبللې او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا او پياوړتيا لپاره د ايران او وېنزوئلا د چارواکو د کوشش په ضرورت يې تاکيد وکړ.
ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د وېنزوئلا د خارجه وزير خوخه آرياسا په کتنه کښې د دواړو هېوادونو دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د يو دوست هېواد په توګه له وېنزوئلا سره په ټولو زمينو کښې د خپلو تعلقاتو او ملګرتياو د پرختيا چمتووالے لري.
هغه همدارنګ د ايران د ملت په خلاف د امريکې غېرقانوني بنديزونو، دباونو او د وېنزوئلا د حکومت او ملت په خلاف دسيسو ته په اشارې سره دغه اقدامات د بشريت په خلاف جنايت وبلۀ او تاکيديې وکړ، بې له شکه خپلواکه ملتونه د دغه دباونو او دسيسو په وړاندې ټينګ ولاړ دي او په قطعي توګه په دې لاره کښې وروستۍ کاميابي د مقاومو ملتونوپه برخه ده او امريکه به پښېمانه کړي.