ایران او عربستان د خبرو اترو لپاره چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87447-ایران_او_عربستان_د_خبرو_اترو_لپاره_چمتو_دي
زمونږ خبریال وايي ایران او عربستان په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالو په هکله خبرو اترو ته چمتووالی وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • ایران او عربستان د خبرو اترو لپاره چمتو دي

زمونږ خبریال وايي ایران او عربستان په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالو په هکله خبرو اترو ته چمتووالی وښود .

د سعودي عربستان خارجه  وزیر فیصل بن فرحان په دې خبرې سره چې زیاتو هیوادونو د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرواترو لپاره د مینځګړیتوب وړاندیزونه کړي دي وویل عربستان له ایران سره د خبرو اترو پیلولو ته تیار دی .

په عین حال کښې د ایران د ولسمشر د دفتر  مشر محمود واعظي پرون وویل ایران له سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی کوي .

واعظي په دې خبرې سره چې په تیرو وختونو کښې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ښې اړیکې وې ډاګینه کړه د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د تاوتریخوالي ختمیدل د سیمې په ګټه دي .

ایران او عربستان په تیرو میاشتو کښې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د هواري لپاره د پیغامونو هرکلی وکړ .

له دې مخکې هم د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي وو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له سعودي عربستان سره د  خبرو اترو لپاره د ایران پیغام وړونکی وو خو  امریکا  هغه په بغداد کښې په ترهګرې  حملې کښې شهید کړ .