ایران او عربستان د خبرو اترو لپاره چمتو دي
زمونږ خبریال وايي ایران او عربستان په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالو په هکله خبرو اترو ته چمتووالی وښود .
د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په دې خبرې سره چې زیاتو هیوادونو د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرواترو لپاره د مینځګړیتوب وړاندیزونه کړي دي وویل عربستان له ایران سره د خبرو اترو پیلولو ته تیار دی .
په عین حال کښې د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي پرون وویل ایران له سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی کوي .
واعظي په دې خبرې سره چې په تیرو وختونو کښې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ښې اړیکې وې ډاګینه کړه د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د تاوتریخوالي ختمیدل د سیمې په ګټه دي .
ایران او عربستان په تیرو میاشتو کښې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د هواري لپاره د پیغامونو هرکلی وکړ .
له دې مخکې هم د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي وو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له سعودي عربستان سره د خبرو اترو لپاره د ایران پیغام وړونکی وو خو امریکا هغه په بغداد کښې په ترهګرې حملې کښې شهید کړ .