ظریف :عادی هیوادونه خپل کونسلیټ په قصابخانې نه بدلوی
ښاغلی ظریف زیاته کړه یو عادی هیوادد انسانی کړکیچ د رامینځته کیدا سبب نه کیږی او له خبرو اترو ډډه نه کوی . ظریف په عین حال کی وویل له دغو ټولو خبرو سره سره ایران د خبرو اترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه ټاکی
د پارس ټوډې له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د ایران پرضد د عربستان په بهرنیو چارو کې د سلاکار وزیر عادل الجبیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کی جوته کړه عادی هیوادونه خپل کونسلیټ په قصابخانې نه بدلوی او په خپلو ګاونډیانو حمله نه کوی .
ښاغلی ظریف زیاته کړه یو عادی هیوادد انسانی کړکیچ د رامینځته کیدا سبب نه کیږی او له خبرو اترو ډډه نه کوی . ظریف په عین حال کی وویل له دغو ټولو خبرو سره سره ایران د خبرو اترو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه ټاکی .
عادل الجبیر د نهې په ورځ په نویو چټی خبرو کې اسلامی ایران له ترهه ګرۍ په ملاتړ او په سیمه کې په ورانونکیو اقداماتو ترسره کولو تورن کړ او ویې ویل کله چی ایران د یوه عادی هیواد په توګه عمل وکړی هغه وخت عربستان له تهران سره اړیکی ټینګولې شی .