د ترکيې ولسمشر ته د روحاني د تسليت پېغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87523-د_ترکيې_ولسمشر_ته_د_روحاني_د_تسليت_پېغام
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ترکيې په زلزله کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو په مړينې تسليت ووايۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 26, 2020 11:39 Asia/Kabul
  • د ترکيې ولسمشر ته د روحاني د تسليت پېغام

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ترکيې په زلزله کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو په مړينې تسليت ووايۀ.

ولسمشر روحاني بېګا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته په يو پېغام کښې د زلزلې په پېښه کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو د مړينې زيانمنېدو په وجه د تسليت او خواخوږۍ په وړاندې کولو سره د ځپل شويو سيمو خلقو ته د مرستو رسولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت چمتووالے اعلان کړ.

د ايران د اسلامي شورا جرګې مشر ډاکټر علي لاريجني هم د ترکيې د پارلېمان مشر مصطفی شينتوپ ته په يو پېغام کښې د زلزلې په پېښه کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو د مړينې تسليت ووايۀ.

د جمعې په ماښام شپږ اشاريه اته ريشټر شدت سره زلزلې د ترکيې ختيځې سيمې ولړزولې.

په دغه زلزله کښې تر اوسه د تقريباً دېرشو تنوو د مړينې او څلور سوه شپږ شپېته تنو د زخمي کېدو رپوټونه رارسېدلي دي.