د دوواړخیزو خبرو لپاره د ټرمپ خوب چټي خیال دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87540-د_دوواړخیزو_خبرو_لپاره_د_ټرمپ_خوب_چټي_خیال_دی
د ایران د خارجه وزیر پیغام له دې وروسته خپریږي ، چې ټرمپ پخپل ټولنیز پيغام کې مدعي شوی ، ایران له امریکا سره خبرواترو ته تیار دی ، په دې شرط چې واشنګټن بندیزونه لغوه کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2020 01:39 Asia/Kabul
  • د دوواړخیزو خبرو لپاره د ټرمپ خوب چټي خیال دی

د ایران د خارجه وزیر پیغام له دې وروسته خپریږي ، چې ټرمپ پخپل ټولنیز پيغام کې مدعي شوی ، ایران له امریکا سره خبرواترو ته تیار دی ، په دې شرط چې واشنګټن بندیزونه لغوه کړي .

 ایرنا خبری آژانس راپورور کړ  داسلامی ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف د امرکیا  ولسمشر ډونالډټرمپ ته  د خطاب په ټولنیز پیغام کې بیګا روښانه کړې ده  له تهران سره  د دوو اړخیزو اخبرواترو  لپاره د واشنګټن هڅه چټي خیال دی .

 ایرنا خبري آ ژانس راپورورکړی،جواد ظریف په دغه پیغام کې  ټينګار کړی دی،د خبرواترو  لپاره یوازینۍ ممکنهلاره به د ۵+۱ډلې په چوکاټ کې او له ۲۰۱۷کاله مخکې وضعیّت ته له ستنیداسره مشروطه وي .

  د ایران د خارجه وزیر پیغام له دې وروسته خپریږي ، چې  ټرمپ پخپل ټولنیز پيغام کې مدعي شوی ، ایران له امریکا سره خبرواترو ته تیار دی ، په دې شرط  چې  واشنګټن  بندیزونه لغوه کړي .

 دامریکا ولسمشر وروسته پخپل له ملنډو ډک  ټویټ کې  لیکلی دي ، واشنګټن  ددغه شرط منلو ته تیار نه دی .

 د  امریکا د  ولسمشر پشمول  زیاتره چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې په کرتو ادعا کړې ، چې  له ایران سره  په خبرواترو پسې دي .

ټرمپ او د  هغه دحکومت لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې په دوامدارډول له ایران سره دخبرواترو ډنډورې وهي  چې واشنګټن په ۲۰۱۸کال کې  په غیر قانوني توګه له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ووت  او دایران په ضدئې پیرته بندیزونه ولګول ،حال دا چې ددغو خبرواترو دتحقق لپاره څوکلن  مذاکرات شوي وو.