د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر ايران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87688-د_اروپائي_اتحاديې_د_بهرني_سياست_مشر_ايران_ته_راځي
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په دغه پوسټ له ګمارل کېدو نه پس په وړومبي ځل سبا د ګل په ورځ ايران ته راځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 08:36 Asia/Kabul
  •  د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر ايران ته راځي

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په دغه پوسټ له ګمارل کېدو نه پس په وړومبي ځل سبا د ګل په ورځ ايران ته راځي.

د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي زياته کړه، جوزف بورل تهران ته په خپل سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير او نورو لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او د نظر تبادله کوي.

د اسپانيا لوړ رتبه ډېپلومېټ جوزف بورل چې له  ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۷ کاله پورې د اروپا د پارلېمان مشري او د اسپانيا خارجه وزارت په خپله کارنامه کښې لري سږ کال په اوړي کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مخکښېنۍ مشرې فيډريکا موګريني ځاے ناستے او د ۲۰۱۹ کال د نومبر له ابتداء راهسې په دغه پوسټ کښې خپل فعاليت شروع کړ.