موسوي:
د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر ايران ته راځي
Feb 02, 2020 08:36 Asia/Kabul
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په دغه پوسټ له ګمارل کېدو نه پس په وړومبي ځل سبا د ګل په ورځ ايران ته راځي.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي زياته کړه، جوزف بورل تهران ته په خپل سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير او نورو لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او د نظر تبادله کوي.
د اسپانيا لوړ رتبه ډېپلومېټ جوزف بورل چې له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۷ کاله پورې د اروپا د پارلېمان مشري او د اسپانيا خارجه وزارت په خپله کارنامه کښې لري سږ کال په اوړي کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مخکښېنۍ مشرې فيډريکا موګريني ځاے ناستے او د ۲۰۱۹ کال د نومبر له ابتداء راهسې په دغه پوسټ کښې خپل فعاليت شروع کړ.
ټیګونه