امریکا د فلسطین په مسله کښې هیڅ مقام نلري :-
امریکا د فلسطین په مسله کښې هیڅ ځاې نلري او دا یوازې د فلسطین خلک دي چې خپل راتلونکي ټاکي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د ایران د ډیپلوماسۍ د علمي ټولنې د غونډې د پرانیستلو په څنګ کښې وویل امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان په وړاندې کولو سره د فلسطین د مسلې په حل کښې د ګډون کونکي په توګه هرډول موقعیت له لاسه ورکړی دی او ښودلي یې ده چې د فلسطین د خلکو حقوقو ته په بې پامۍ او د فلسطین د ځمکې په غصبولو کښې حتی له صهیونیسټ رژيم څخه هم سرزوري ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د پیړۍ د معاملې په نوم د ساز باز پلان چې له صهیونیسټ رژيم سره د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د موجودو ښارګیو او د قدس په کامل ډول شاملول او د فلسطیني کډوالو د بیرته دستنیدا په حق سترګې پټول پکښې شامل دي مخ کتنه وکړه .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د خپلو څرګندونو په دوام کښې په فلسطین کښې د ټولپوښتنې د پلان په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وړاندیز ته په اشارې سره وویل دغه وړاندیز تر ټولو معقول، تر ټولو معتبر او تر ټولو عملي لاره چاره ده چې په فلسطین کښې کارنده کیدلای شي هماغه ډول چې په نورو هیوادونو کښې یې هم کارندوالی لرلی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت په دې باوري دی چې د فلسطین د ملت تر پښو لاندې شوي حقوق د فلسطین د ټاټوبي د نیواک له ختمیدا ، د برخلیک د ټاکلو د حق په شمول د دغه ملت د کاملو حقوقو د احقاق ، خپل پلارني ټاټوبي ته د ټولو کډوالو له ستنیدا ، او د مسلمانانو ، عیسایانو او د یهودیانو په شمول د فلسطین د ټاټوبي د ټولو اصلي وسیدونکو او قومونو په ګډون سره د یوې (۱) ټولپوښتنې د ترلاسه کیدا له لارې د قدس په پلازمینه د فلسطین د یوه(۱) متحد حکومت له جوړیدا پرته امکان نلري .
هماغه ډول چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ورته اشاره وکړه دغه پلان باید پړاو په پړاو عملیاتي شي او د نړۍ د عمومي افکارو او د نړیوالې ډیپلوماسۍ په ډګر کښې د یوې (۱) منطقي او معقولې طرحې او پلان په توګه ومنل شي .
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرتر علي شمخاني هم پرون په دې هکله وویل د پیړۍ د معاملې پلان په پریکنده توګه اسلامي هیوادونو ته ګوزار دی.
هغه له ایران څخه د هیوادونو او د خلکو د ویرولو او د مقاومت د چورلیز د کمزوري کولو په هدف سره د ایران پرضد بایکاټ لګول د پیړۍ د معاملې د پلان نور هدفونه وبلل .
شک نشته چې د اسلامي امت دښمانان په دغو ټولو کلونو کښې د فلسطین د مسلې د وروستوالي ، د مقاومت د کمزوري کولو او په وروستو شخړو او د داخلي مشکلاتو باندې ته د اسلامي هیوادونو د بوخت ساتلو هڅه کړي ده
خو له دغو دسیسو سره سره د مقاومت جبهې ثابته کړه اجازه به ورنکړي امریکا او اسرائیل خپل هدفونو ته ورسیږي .
تجربې ثابته کړي ده چې هیڅ سوله او پلان د فلسطین د خلکو حقیقي ملاتړ ، غوښتنې او ارادې ته له پام کولو پرته هیڅ اهمیت نلري .
د فلسطین ملت هماغه د بل هر ملت په شان باید د نړیوالو حقوقو د منشور په چوکاټ کښې د خپل برخلیک د ټاکلو او د بیرته ستنیدا له حق څخه برخور شي او دا هماغه اصل دی چې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په وړاندیز کښې ورباندې ټینګار شوی دی .
د پیړۍ د معاملې تر پوښښ لاندې د امریکا پلان د فلسطین د ملت له جایزو او تاریخي حقوقو د تیریدا او یوازې د اسرائیلو د نیواکګرۍ د دوام او د اسلامي نړۍ په جغرافیې کښې د مقاومت د بهیر د ختمولو په لړ کښې دی .