د پیړۍ د معاملې پلان د ټرمپ له مرګ مخکې مري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87755-د_پیړۍ_د_معاملې_پلان_د_ټرمپ_له_مرګ_مخکې_مري
زمونږ خبریال وایي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا پلان د ولسمشر ټرمپ له مړینې مخکې مري وویل له دغه پلان سره د مقابلې لاره د فلسطیني ډلو او د ملت زړور جهاد او مقاومت او د اسلامي دنیا ملاتړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2020 12:36 Asia/Kabul
  • د پیړۍ د معاملې پلان د ټرمپ له مرګ مخکې مري

زمونږ خبریال وایي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا پلان د ولسمشر ټرمپ له مړینې مخکې مري وویل له دغه پلان سره د مقابلې لاره د فلسطیني ډلو او د ملت زړور جهاد او مقاومت او د اسلامي دنیا ملاتړ دی .

هغه حضرت نن سهار د ایران د خلکو د بیلابیلو پرګنو له زرګونو کسانو سره په کتنې کښې د پیړۍ د د معاملې له پلان څخه د امریکا مخ کتنې ته په اشارې سره وویل امریکا ځان په دې خوشحاله کړی دی چې د ستر نوم په کیښودلو سره د فلسطین د ملت پرضد د دوې پلان بریالی شي دا په داسې حال کښې دي چې د هغوې دغه کار خبیثانه او احمقانه دی او دغه کار له پیل څخه د هغوې په تاوان پاې ته رسیدلی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د پیړۍ د معاملې په نوم پلان د امریکا د دوکه بازۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل امریکا له صهیونیسټانو سره د داسې شي په هکله معامله کړي ده چې له اسرائیلوسره هیڅ اړه نلري .

د مشر تابه ستر مقام زیاته کړه د څو تنه عربو خائنانو هرکلی او چک چکې او د لاسونو پړکول چې په خپلو ملتونو کښې بې ارزښته او بې عزته دي هڅه اهمیت نلري او د استکبار د دستګا د ثابت سیاست یعني د فلسطین د مسلې د هیرولو په اپوټه  د هغوې دغه کار د فلسطین د مسلې د ژوندي کیدا سبب شوی او په ټوله دنیا کښې د فلسطین نوم او مظلومیت او د فلسطین موضوع د خلکو په ژبه جاري شوي دي  .

د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په وسلو او پیسو باندې تکیې کولو سره  د پیړۍ د معاملې د پلان د پرمخ بیولو لپاره د مستکبرانو هڅې ته په اشارې ټینګار وکړ باوري یوو چې د فلسطین وسله والې ډلې به مقاومت وکړي او مقاومت ته به دوام ورکړي او د ایران اسلامي جمهوریت هم خپله دنده د فلسطیني ډلوملاتړ ګڼي پر دې اساس هرډول او هر څومره چې وتوانیږي د هغوې ملاتړ کوي دغه ملاتړ د ایران د ملت او د اسلامي نظام غوښتنه ده .

هغه حضرت د فلسطین د مسلې اصلي علاج  په نړیوالو مرکزونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ثبت شوي او اعلان شوي اصلي حل لاره یعني له فلسطیني الاصله خلکو نظر غوښتنه وبلله  او ویې ویل د فلسطین د مسلې د حل او د سولې یوازنۍ لاره د مسلمان ، د عیسايي او د یهودي په شمول له هر مذهب سره له  فلسطیني الاصله خلکو څخه نظر غوښتنه ده چې دهغوې په عمومي رایو سره د هغوې د نظر وړ نظام د فلسطین په ټاټوبي کښې واکمن شي او د فلسطین او دغه راز د نتانیاهو او دنورو  ورته کسانو په هکله هم فیصله وکړي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په پاې کښې ټینګار وکړ انشا الله دغه هدف به محقق شي او تاسو ځوانان به هغه ورځ ووینئ او د خدای پاک په توفیق سره به په بیت المقدس کښې لمونځ وکړو .