امریکا ایران ته د درملو لاره هم بنده کړي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې وویل امریکا د درملو او د خوراکي شیانو په زمینه کښې د ایران د بانکي نقل و انتقال هرډول لاره بنده کړي ده .
هغه د امریکا چټي ادعاګانو ته په اشارې سره چې ویلي يې دي خوراکي مواد او درمل په بایکاټ کښې نه دي شامل وویل امریکا د درملو د تامینولو لپاره د تش په نامه د بشر دوستانه چینل په رامینځته کولو سره په رسمي ډول تائید کړه چې دغه ادعا پوچه او د هیګ دنړیوالې محکمې د حکم پرخلاف ده او امریکا درمل او خوراکي شیان هم بایکاټ کړي په داسې حال کښې چې داسې باید نه وائ .
موسوي له دې مخکې هم د ایران او د سویزرلینډ د بشر دوستانه کانال رامینځته کولو ته په اشارې سره وویل تهران د بشر دوستانه کانال په نوم سازوکار په رسمیت نه پیژندي او ټینګار کوي چې خوراکي شیان او دوایانې باید هیڅکله د بایکاټونو برخه نه ګرځیدلی .