د اسلامي ایران ولسمشر د خلکو د ګډون مننه وکړه
Feb 12, 2020 00:42 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه(۱) پیغام کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې (۲۲) یعني د یوم الله په مراسمو کښې د ایران د خلکو پرتمینه ګډون قدرونه وکړه .
هغه د اسلامي ایران خلکو ته چې تل په ډګر کښې او هوښیار دي وینا کښې وویل د یوم الله په لاریونونو کښې د ایران د انقلابي او د غیرتمند ملت پرتمینه او خبر ګډون یوځل بیا په روښانه او متفاوتې ځلا سره د وحدت یوزړه توب او د ملي میثاق ترټولو تل پاتې صحنې د نړۍ خلکو ته وروښودلې .
د ایران په میلیونونو خلکو پرون په پلازمینې تهران او نورو مختلفو ښارونو کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په لاریونونو کښې په ګډون کولو سره جشن ولمانځه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې یې د مقاومت په اړتیا ټینګار وکړ .
ټیګونه