د اسلامي ایران ولسمشر د خلکو د ګډون مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87882-د_اسلامي_ایران_ولسمشر_د_خلکو_د_ګډون_مننه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه(۱) پیغام کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې (۲۲) یعني د یوم الله په مراسمو کښې د ایران د خلکو پرتمینه ګډون قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 00:42 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر د خلکو د ګډون مننه وکړه

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه(۱) پیغام کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې (۲۲) یعني د یوم الله په مراسمو کښې د ایران د خلکو پرتمینه ګډون قدرونه وکړه .

هغه د اسلامي ایران خلکو ته چې تل په ډګر کښې او هوښیار دي وینا کښې وویل د یوم  الله په لاریونونو کښې د ایران د انقلابي او د غیرتمند ملت پرتمینه او خبر ګډون یوځل بیا په روښانه او متفاوتې ځلا سره د وحدت یوزړه توب او د ملي میثاق ترټولو تل پاتې صحنې د نړۍ خلکو ته وروښودلې .

د ایران په میلیونونو خلکو پرون  په پلازمینې تهران او نورو مختلفو ښارونو کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په لاریونونو کښې په ګډون کولو سره جشن ولمانځه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې یې د مقاومت په اړتیا ټینګار وکړ .