د جنوبي کوریا شرکتونه د امریکا بدمعاشۍ ته تسلیم شوي
پارس ټوډې خبري سایټ راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي بیګا ډاګینه کړه هغه خارجي شرکتونه چې په تیرو کلونو او میاشتو کښې یوازې د امریکا د بدمعاشۍ په منلو سره له ایران څخه وتلي دي باید پوه شي چې د ایران بازارونو ته بیرته ستنیدل به یې ډیر سخت وي .
هغه د امریکا تر دباو لاندې د ایران له شرکتونو سره د جنوبي کوریا د ال جي او د سامسونګ شرکتونو د ملګرتیا له غوڅیدا وروسته په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د ایران خلک د سختو ورځو دوستان نه هیروي خو ځینې خارجي شرکتونه چې په تیرو څو کلونو او میاشتو کښې د امریکا د بدمعاشۍ په منلو سره له ایران څخه تللي دي باید پوه شي چې د ایران بازارونو ته بیرته ستنیدل به یې ډیر سخت وي .
د تجارت قانون وايي چې د بازار ساتل هغه ته له ورننوتلو سخت دي .
د جنوبي کوریا ال جي او سامسونګ شرکتونه چې د ایران پرضد د امریکا له بایکاټونو وروسته یې په تیرو څو میاشتو کښې له ایران سره ملګرتیا غوڅه کړي ده په تیرو څو ورځو کښې د ایران په ښارونو کښې د خپلو تابلوګانو د راغونډونلو په حال کښې دي .