په انتخاباتوکې د ایران د ولس پراخ ګډون ددښمنانو دنهیلیتوب لامل کیږي
ټاکل شوې ده ، د ایران د اسلامی شورا د دوه سوه نوي استازو د یولسم پړاؤ په درست ایران کې او همداراز د رهبرۍ د خبرګانو شورا د مینځ پړاوه انتخاباتو په فارس ، خراسان شمالی ، خراسان رضوي او قم ولایتونو کې د ترسره کیدا لپاره عمومی انتخابات د روانې فرورۍ میاشتې په یویشتمې نیټې ترسره کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو اوټيلیویژني ادارې مشر علی عسکري نن په تهران کې ددې خبرې په کولو سره چې د فرورۍ په یویوشتمه نیټه د ایران د ولس په پراخ ګډون سره د پارلیمان د انتخاباتو ترسره کیدا به د دښمنانو د نهیلیتوب او اسلامی ایران ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دوی د دسیسو د شنډیدو لامل شي ، وئيلي دي ، دایران درستو پرګنو څخه غواړو څو په پارلیماني انتخاباتو کې دې پراخ او ولولناک ګډون وکړي .
د ایران د ریډیو او ټيلیویژني ادارې مشر همداراز د فرورۍ په یویشتمه نیټه د ولولناکو انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره د صدا و سیما د ادارې جدي هوډ ته په اشارې سره زیاته کړې ، د ایران ریډیو اوټيلیویژني ادارې په تر ټولو زیات توان سره ، خپل ټوله هڅه داسلامی شورا یا پارلیمان د اهمیّت د معرفۍ لپاره دپروګرامونو تولید ته اړولی دی .